مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-23   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

رویټرز: دافغان او پاکستاني طالبانو بیلول ستونزمن کار دی



د افغاني او پاکستاني طالبانو بیلول ستونزمنه ده

سرچینه: د رویټرز خبري آژانس 

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د رویټرز خبري رسنۍ په یوه  تازه مطلب کې د طالبانو په باب د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رابرت ګیټس څرګندوني را اخیستي دي.

ګیټس ویلي چې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ د جلاوالي لپاره دا مهمه ده چې د ګډو پولو دواړو غاړو ته په  میشتو طالبانو فشار واچول شي .

د پاکستان اردوپه دې  ورستیو کې په قبایلي سیمو کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات په لاره واچول او په دغو عملیاتو کې  یې تر ډیره بریده بری هم ور په برخه شو دا ځکه چې ډیری پاکستاني او د نورو هیوادونو میشت طالبان له دغو سیمو فرار او یا هم ځای پر ځای د مقاومت پر مهال ووژل شول.
په دغو طالبانو کې هغه عناصر هم شامل ول چې د پاکستان په دننه کې یې بریدونه نه کول خو د امریکايي چارواکو پر وینا چې د افغانستان پولو ته به را اوښتل او دغلته په میشتو افغان او بهرنیو ځواکونو به یې بریدونه کول.

 

پاکستان وایې چې د اوس لپاره یې خپل پوره طاقت د طالبانو پر ضد په کار اچولی او دمګړۍ  دا امکان  نشته چې له طالبانو سره د جګړې نوي کرښي پرانیزي.

رویټرز د سیمې له سیاسي مبصرینو څخه په حواله کاږي چې پاکستان یو شمیر بنسټ پالي ډلي په افغانستان او سیمه کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره ساتي او له دې هم ویره لري چې که چیرته یوه ورځ امریکا له سیمې ووزي نو داسي و نه شي چې پاکستان له نوي دښمن سره مخامخ شي.


د امریکا د دفاع وزیر رابرت  ګیټس وایې: ((  دا باید په یاد ولرو چې پاکستاني طالبان له افغاني طالبانو او القاعدې ډلي سره نږدې اړیکي لري او دا ناممکنه ښکاري چې دغه دری ډلي یو له بل څخه بیلي شي)).

ګیټس وایې: ((  تاریخه دا ثابته کړي چې د طالبانو او نورو حکومت ضد عناصرو خوندي خذې د سرحد دواړو غاړو ته موجودي دي او له همدې امله دغو عناصرو په ډیر ډاډه زړه د پولې دواړو غاړو ته په دواړو پرتو ملتونو بریدونه کړي دي)).


د اتومې  وسلي درلودونکی پاکستان له کلونو راهیسي د امریکا نږدې ملګری هیواد پاتي شوی خو دمګړۍ د دغو دواړو متحدینو اړیکي څه نا څه خړي ښکاري دا ځکه چې واشنګټن په وار وار په اسلام آباد فشار اچولی چې د هغو ترهګرو مخه ونیسي چې د پولو له پاکستاني اړخ څخه د افغانستان اړخ ته ور اوړي او دغلته په میشتو ناټوایساف ځواکونو بریدونه کوي.


رابرټ ګیټس وایې چې له دغه ګډ تحدید سره د مبارزې یوازنۍ لار دا ده چې پر هغوي فشار واچول شي تر څو و نه توانیږي چې په دواړو ملتونو ګزارونه وکړي او د کابل اواسلام آباد حکومتونه وتوانیږي چې په خپله پر مخ لاړ شي او خلک یې د یوې روښانه راتلونکي خاوندان شي.


رویټرز له پاکستانی چارواکو په حواله لیکي چې له ۲۰۰۱ کال را پدې خوا یعني له هغه وخت څخه چې امریکا د القاعدې پر ضد په افغانستان برید وکړ شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني پوځيان په دغه جګړه کې د طالبانو د بریدونو پر مهال وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل دي.


د پاکستان اردو په جنوبي وزیرستان باندي د اکتوبر په میاشت کې عملیات پیل  کړل او د دغې علاقې ډیري سیمي یې له طالبانو ونیولي او ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود اوس افغان پولو ته را اوښتی او د افغان طالبانو په امن ځای کې ژوند کوي.


رابرټ ګیټس د پاکستان او امریکا تر منځ د باور د فضا د زیاتیدو وړاندیز کوي هغه څه چې د ګیټس پر وینا له تیرو څو کلونو را پدې خوا ورته څه نا څه زیان رسیدلی  او باید بیرته ورغول شي.

ګيټس وایې چې امریکا له یوه دیموکراتیک پاکستان سره اوږد مهالی پارټنرشیپ غواړي او امریکایان به اوږدې مودې پوري د پاکستانیانو په څنګ کې پاتي شي.

source: Reuters

Transleted and onlined by Mirwais Jalalzai

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery