مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Press TV: اروپایې هیوادونه د بربادۍ عوامل دي

په افغانستان کې د ادارې فساد په اړه د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو د مبارزې د څانګي راپور

 

سرچینه: د ایران د پرس  ټیوي ټلویزیون انټرنټ پانه

ترتیب: برهان الله  

  د ملګرو ملتو د جرمونواو نشه ایزو توکو دچارو اجرائی مدیر آنتونیو ماریا کاستا لویدیځ هیوادونه او غیر حکومتي نړیوالې موسیسې په افغانستان کې د فساد او بډو رشوتونو د دودولو لوي شریکان اعلان کړل .

د هغې څیړنې په اساس چې هغه ترسره کړې او پرون د لندن د سټراټڼيجیکو مطالعاتو په نړیوالې موسیسې کې ئې د خپریدا دستورې جوړې شوې ، د افغانستان ۵۴ في صدي خلک پر دې باور لری ، هغه لویدیځ هیوادونه او نړیوالې غیر حکومتي موسیسې چې په افغانستان کې فعالیت کوی ، په دغه هیواد کې د فساد د د ودې  خوره لوي عوامل دي.


ځکه دغه هیوادونه او موسیسې یوازې د خپلو ګټو او جیبونو په فکر کې دي او افغانستان ته ورغلي دي څو خپلې خورجینې له پیسو ډکې کړي. له دې مخکې هم په افغانستان کې د نشه ایزو موادو،انسانانو ، د شیانو په قاچاق کې او ورسره په بډو رشوتونوکې په دغه هیواد کې د دیره لویدیځو ځواکونواو موسیسو د لاس درلودلو په باب راپورونه خپره شوي وو .

اوس د ملګرو ملتو د جرمونو او نشه ایزو توکو د دفتر څيړنې او نظر سنجۍ نه یوازې دغه راپورونه تايئد وي بلکې د شمیرنو په وړاندې کولو سره ښئ چې د افغان ولس د عايداتو زیاتره برخه په بډو رشوتونو او د فساد په رامینځته کونکو مسئلو کې خرڅ کیږی . په دې ډول چې ددغه دفتر د راپور په اساس په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې کابو دوه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالره بډې رشوتونه ورکړل شوي چې معادل ئې د افغانستان د اوومو تولیداتو په څلور و کې کابو یوه برخه دی .

لویدیځي ټولنې په داسې حال کې د ملګرو ملتو د اړونده ادارو له خوا په افغانستان کې د بډو رشوتونو او فساد په خپرولو تورنیږی چې په همدا وروستیو کې امریکا او انګلستان په فساد او نا کارندوالي د افغانستان د واکوالانو په تورنولو سره د افغانستان پر ولسمشر حامد کرزي له فسادسره دمقابلې لپاره دباوونه زیات کړي دي . که څه هم هغه پخپل حکومت کې د ځینو فسادونو شتون رد نه کړ ، او ورسره ئې پر مقابلې ټينګار کړی دی ،خوپه افغانستان کې د امریکا او انګلستان او د نورو بهرنیو هیوادونو د عسکرو پراخ شتون او په دغه هیواد کې د بډورشوتونو او فساد په دودولو کې ددغو هیوادونو لاس درلودلوته په پام سره چې د ملګرو ملتو راپور هم دا خبره تايئد کړې ، د افغان ولس لپاره ئې دا خبره مطرح کړې ده چې ددغه هیواد حکومت څرنګه له فساد سره مبارزه کولی او اغیزمن او کارجوړونکي پروګرامونه اجرا کولی شي ؟ . د ملګرو ملتو د راپور په اساس د افغانستان ولس هر افغان په کال کې په متوسط ډول ۱۶۰ ډالر بډې رشوتونه ورکوي . دا په داسې حال کې دي چې ددغه هیواد د هرسړي اومه داخلي تولیدات یوازې ۴۲۵ ډالره دي . په دغو شرائطو کې د افغان ولس له نظره تر څو چې له دغه هیواد بهرني عسکر ونه وځي او امریکا انګلستان هم اجازه ورنه کړي د افغانستان حکومت او پارلیمان ددغه هیواد د راتلونکي په باب فیصله وکړي ، نو د افغانستان ستونزو په تیره بیا له فساد سره مبارزې ته څه خاص هیله نه شي درلودلی .

د ملکرو ملتو په راپور کې یو بل د پام وړ ټکی دا چې له بډو رشوتونو وروسته نشه ایز مواد په افغانستان کې د غیر قانوني کارونو تر ټولو زیات عاید لرونکي پیداوار دي او دا په داسې حال کې دي چې د جرمني د بن غونډې د مصّوبو په اساس په افغانستان کې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې دنده انګریز عسکرو ته سپارل شوې ده . خو دغه هیواد نه یوازې د نشه ایزو توکو له تولید او قاچاق سره مبارزه ونه کړه بلکې د افغانستان د نیواک له اتو کلونو تیریدا وروسته نشه ایز مواد د افغانستان د حکومت خلکو او د سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو په یوه مهم چیلنج بدل شوي دي چې په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلود عائيداتو یوه سرچینه هم حسابیږی. هغه ‌ډلې چې امریکا ورسره د مقابلې په پلمه اته کاله مخکې پر افغانستان لښکر کشي کړې وه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery