انګلستان،
خپګان یوه ډیره عامه ناروغتیا ده چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۱ میلیونه خلک په دې رنځ اخته دي . د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال ۸۵۰۰۰۰ کسان په ځان وژنه لاس پوري کوي . په انګلستان کې ۲/۳ خلک د خپل ژوندانه په مهال د دې ناروغتیا سره لاس او ګریوان وي . د افغانستان د روغتیا وزارت په یو وروستي خبر کې د رواني ناروغتیاګانو کچه په هیواد کې ډیره لوړه ښودل شوې چې د هغې جملې څخه خپګان هم یوه پراخه ناروغتیا ده .
کله چې انسان د ژوند د کړاونو او ستونځو سره مخامخ وي په داسې حالاتو کې خپګان د وجود د یو نورمال او لازمي غبرګون په څیر را څرګندیږي . د بېلګی په توګه په کورنۍ کې د یو ګران او نږدی غړي په مړینه خپګان کول د وجود پر ځای غبرګون دی . ځینې وختونه خلک هسی لږ خپه او زړه تنګي وي ، د کوم چا سره د شخړی او یا هم د نورو ورځینیو ستونځو له امله د مخامختیا په سبب د لنډې مودې لپاره د خپګان سره مخاخ کیږي . په داسی حالاتو کې معمولاً خپګان د لږی مودی لپاره دوام مومي او په رنځ کې نه شمیرل کیږي .
خپګان هلته یوه ناروغتیا بلل کیدلاۍ شي چې د لرلو مهال یی د نورمالې اندازی ډير وي یا د انسان د عادي ژوند کولو مخه ونیسي او یا هم د ځینو نورو ستونځو سبب شي لکه : زښته اندیښنه کول (اندیښنه کول ډیر مهال د خپګان سره مل وي)، لږ او یا ډیر خوب کول، ډیره ستړتیا احساسول او د هر کار لپاره بی زغمه کیدل .
د خپګان د پیدا کیدلو اصلي عوامل څرګند نه دي . هر څوک په خپل ژوند کې د خپګان سره مخامخ کیدلاۍ شي . کله خپګان د یوې دردونکي حادثې له امله لکه مرګ او ژوبله ، د شتمنۍ ، کار او یا ټولنیز مقام د لاسه ورکولو، او همداسې د کورنیو ستونځو لکه طلاق او یا هم داسي نورو ستونځو سره نیغه اړیکه لري .همدارنګه کیدلاۍ شي چې په ناڅاپي ډول بې له هیڅ لامله خپګان را مېنځ ته شي . ښځینه د نارینه په پرتله په خپګان ډيرې اخته کیږي او دا هم د ښځو د امیدوارۍ په پای کې او یا هم د ماشوم د زیږدلو وروسته وي . خپګان ډیر وخت په وجود کې د هورمونونو د ټیټیدو او یا جګوالي سره تړاو لري او همداسې خپګان په هغه کسانو کې چې مور یا پلار یی په دې رنځ اخته وي ډیر دی .
د یادونې وړ ده چې نور ګڼ شمیر عوامل لکه : اوږد مهالي ځاني ناروغتیاګانې ، د ژوند د لمړنیو اړتیاو نه لرل ، په مخدره توکو روږدیوالې ،د چاپیریال ککړتیا او ورسره اړوندې ستونځې او همداسې ټولنیزې ستونځې کیدلاۍ شي چې د پرله پسې روحي ستونځو او فشارونو لامل شي چې په خپل وار د خپګان د پیداکیدلو چانس په کراتو ډیروي .
د خپګان نښې او نښانې:
- ډیری مهال زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل .
- زر په غوصه کیدل ، فکري او فزیکي ناقراري .
- خپلې ظاهري بڼي ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل .
- د خپګان نښانې په څیره کې رابرسیره کیدل ، ژړه غوني کیدل او یا بی علته ژړل .
- د هغو کارونو او تفریحي څیزونو زړه صبري چې پخوا به یی تری خوند اخیستلاۍ شو .
- خپل ځان ملامته احساسول او یا هم داسي احساس چي ځان ورته د هیڅ کار وړ نه ښکاري .
- ځان د نورو خلکو نه ګوښه کول اود ټولنیزو ناستوڅخه ډډه کول .
- نارامه بیدیدل ( څو ځله د شپی راپاڅیدل او یا هم سهار وخته راپاڅیدل او بیا بیرته خوب نه ورتلل)، وران خوبونه لیدل .
- کله کله د سر درد ، د زړه د درباری او یا هم د سینې د دردونو احساس کول .
- حافظه او په پاملرنه کی ستونځې .
- د پریکړو نیولو توان نه لرل ، بی زړه کیدل او پر خپل ځان ډاډ نه لرل .
- ډوډی ته زړه نه کیدل آن دا چې په پایله کې کیدلاۍ شي د وزن د کموالي سبب کیدل .
- د جنسي اړیکو نه زړه صبري او د نارینه د فزیکي او جنسي وړتیا لږیدل .
- ډیر منفي فکرونه لرل (آن د ځان وژنې تر پولي پورې) ، ژوند بی معنا ګڼل او ټولو نورو شیانو ته په منفي بڼه کتل او یا رنګ ورکول .
- نا هیلی کیدل ، د بی وسۍ احساس کول، ځان بی ارزښته ګڼل ، د هر څه زړه توري کیدل .
د خپګان لرونکي ناروغان په ټولیز ډول د پورتنیو نښو څخه د لږ تر لږه پنځه یا شپږو نښو لرونکي وي . هر څومره چې د پورتنیو نښو کچه ډیره وي او هر څومره چې دا نښې ځواکمنې وي نو هغومره خپګان ژور دی . ژور خپګان بیا په خپل وار د نورو رواني ناروغتیاو لامل ګرځیدلاۍ شي او یا ورسره په جوښته را څرګندیږي ( د ژور خپګان لرونکې ناروغ چې غبرګ بل رواني رنځ هم ولري نو بیا د خپګان د پورتنیو نښو تر څنګ کیدلاۍ شي چې په ناسمو او غیرو عادي کړنو لاس پوري کړي او ډیری مهال به په خپلو کړنو ډاډ ونه لري . ان کیدلاۍ شي خپل ځان د ځینو غږونو او یا هم کومې باندنې ځواک تر کنترول لاندې وګڼي).
درملنه
د یادونې وړ ده چې خپګان یوه رواني ناروغتیا ده اما لیونتوب نه دې . د خپګان ناروغ سره باید په ډيره خواخوږۍ او پوهاوي چلند وشي . خپګان ډیری مهال په خپله ښه کیږي او له منځه ځي که چېرې ژر ښه نه شي، اوږد شي او یا په ژور خپګان واوړي نو بیا د ډیرو عامو لاندینو سپارښتنو سربیره د درملو د خوړلو اړتیا لیدل کیږي چې د ډاکتر د لارښوونې سره سم باید تر سره شي .
کوښښ وکړئ چې ښه خواړه وخورئ . که خواړو ته مو زړه نه کیږي نو په کراتو د لږ تر لږه یو څه نا څه خوړلو باندې پیل وکړۍ ستاسې ځان ډیرو ویټامینونو ته اړتیا لري چې د هغې په نشتوالي کې ستاسې روغتیایی حالت د لا خربیدو په لور درومي.
ورزش وکړئ که نور څه مو د لاسه نه کیږي نو لږ تر لږه پلي وګرځئ او کوښښ وکړئ چې ځان فعال وساتئ .
د سګرټو او چرسو د څکولو او د شرابو د څښلو نه په کلکه ډډه وکړئ .
ښه خوب وکړئ او کوښښ وکړئ چې هره ورځ په یو ټاکلي وخت سره بیده شئ. د دې لپاره چې ښه خوب وکولاۍ شئ نو مخکې د بیدیدو ځان بوخت وساتئ : يا یو کتاب ولولئ یا د تلویزون کوم پروګرام وګورئ او یا هم په تړمو- تودو اوبو خپل سر او ځان پریمینځئ .
هیله مند وسئ چې تاسې به ښه کیږئ .خپل زړه ډاډه وساتئ او د بې ځایه اندیښنو لاس پرسر شئ . ښه به دا وي چې فکر وکړۍ په څه بڼه ځان د هغو ستونځویا هغو عواملو چې ستاسو د خپګان لامل ګرځیدلي ډاډګیرنه وکولای شئ .
په غمونو ،اندیښنو او خپګان کې د خپلوانو او یا خپلو ملګرو مرسته وغواړئ ، دا به ستاسو د بر لاسۍ نښه وي نه دا چې ځان د خپلو ځانګړتیاو لامله د غمونو په سمندر کې ډوب کړئ .
د ځانه ډیرې لوړې او بې ځایه غوښتنې او تمې مه لرئ، ټول مهال کوښښ وکړئ چې خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځوئ .
که چیرې د خپګان د پورتنیو نښو نه ،کومې چې په سور رنګ کښل شوي دي ، لرونکي ياست نو په بیړني ډول د ډاکتر نه مرسته وغواړئ .