مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان جګړه تر دويمې نړيوالې جګړې سخته ده

ژباړه: حبيب وقار

سرچينه: رويال برېتېش لزيون لندن
د برېتانيا د وسله والو ځواكونو د چارو مسؤل باب ايسورت ويلي دي: نن ورځ په افغانستان كې د برتانويانو لپاره جګړه د دويمې نړيوالې جګړه په ډول ده.
د افغانستان د جګړې ستونزې او كړاوونه د دې لامل شوي څو د افغان جګړې ځينې ګډونوال په دې ورځو كې خپله ناتواني او عجز څرګند كړي. پرلپسې ماتې او ناكامۍ چې يوازې طالبان ګټونكي دي. تر دې چې څه موده وړاندې د نورستان د سقوط خبر هم خپور شو د دې لامل شوي څو د برتانيې يو لوړپوړى چارواكى د افغانستان جګړه له دويمې نړيوالې جګړې سره پرتله كړي.
 
د برتانيې د وسله والو ځواكونو مسؤل مخكې له رسنيو سره ويلي: چې نن ورځ د برتانويانو لپاره افغان جګړه د دويمې نړيوالې جګړې په ډول سخته تمامېږي.
باب ايسورت همداراز په هغه مقاله كې چې د رويال برېتېش لزبون مجله كې ليكلي: خلك بايد په دې كې شك او ترديد ونه لري، چې هغه اقدامات چې نن ورځ يې برتانويان د هلمند په ولايت كې لري او هغه فعاليتونه چې په عراق كې يې لرل، داسې ستونزمن اقدامات دي چې برتانيه نن ورسره لاس او ګرېوان ده.
ډيلي ټلګراف ورځپاڼې د نوموړې مقالې په اړه ويلي: موږ په دويمه نړيواله جګړه كې د خپل ملي پايښت لپاره شتون درلود. د هلمند په ولايت كې د برتانوي سرتېرو شپږ مياشتې اوسېدل او دې جګړه ييزې سيمې ته يې د دويم ځل لپاره استول، همغه اقدامات دي چې تېرو نسلونو د برتانيې په پوځ كې ترسره كړي دي.
د دې چارواكي په مقاله كې راغلي دي: يو ټيټ پوړى نظامي كېداى شي، ښه او يا بد كار ترسره كړي، خو دا كار يې په هېڅ توګه د برتانيې د لوړ پوړو چارواكو نظر نه دى
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery