والستریت ژورنال: ګلبدین په شرط په انتخاباتو کې برخه اخلي
سرچینه: والسټریټ ژورنال ورځپاڼه
ترتیب: میرویس جلالزی
د والستریټ ژورنال ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې د اسلامي حزب دحکمتیار د خاښي د مشر ګلبدین حکمتیار د مصالحې د پلان او له مصالحې دمخه د هغه د یوه عمده شرط په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
ورځپاڼه کاږي چې حکمتیار چې د تنظیمي جګړو پر مهال په کابل باندي د زرګونو توغندیو په توغولو او په ترځ کې یې د زرګونو بي ګناه انسانانو په وژلو تورن دی اوس په دې قانع شوی چې د کرزي ترڅنګ د مصالحې له لاري په سیاسي جریان کې برخه واخلي خو یو شرط لري چې کرزي ته یې منل ستونزمن کار دی.
ورځپاڼه کاږي چې ګلبدین دا شرط ایښی چې که چیرته بهرني سرتیري له افغانستان څخه وزي دی حاضر دی چې د مصالحې په پروسه کې برخه واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په دې هم ډاډه دی چې اویا سلنه رایې به په ټول افغانستان کې د ده ګوند تر لاسه کړي.
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وایی: حکمتیار د سولی دپاره په خپلو شرایطو کی ویلی دی چی د افغانستان څخه دامریکایانو تر وتلو وروسته دي د یوه بېطرف سرپرست حکومت د لاندی انتخابات وسی او دی پېش بینی کوی چی دده حزب اسلامی گوند به په سلو کی اویا رایی وگټی.
ورځپاڼه وایی په داسی حال کی چی ملا محمد عمر کرزی یو خاین بولي خو ښاغلي حکمتیار ویلي دي چی که د افغانستان جمهوریس د خپلو امریکایی ملاتړ کونکو د اطاعت کولو څخه لاس واخلی نو دی به یې ملاتړ وکړی.
والسټریټ ژورنال لیکي په دې وروستیو شپو ورځو کی حکمتیار د پاکستان د استخباراتو په مرسته خپل قوت زیات کړی دی، خو پاکستان دا خبره نه منی چی طالبانو یا د هغوی له متحدینو سره مرستي کوي.
د بروکینگ د تحقیقاتی موسسې یو څېړونکی بروس ریډل وایی که د پاکستان د پوځی استخباراتو ادارې آی ایس آی غوښتلای چی حکمتیار زموږ سره ملگری کړي هغه به دوخته لا زموږ سره وای.
هغه د آی ایس آی سره دومره نږدې ارتباط لري چې دا امکان نه لري دهغوی له موافقې پرته دي زموږ سره همکاري وکړی.