دخپریدو نیټه : 2010-01-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکندهارولایت مقام درسنیو په وړاندي خنډونه جوړوي
کندهار ولايت مقام:"هېڅ رياست نه شي کولای زموږ له اجازې پرته له رسنيو سره خبرې وکړي"
کندهار (سورغر): په کندهار کې د ځينو رياستونو مسوولين وايي، دوی ته د ولايت مقام له خوا امر شوی، له دې وروسته دوی حق نه لري چې د ولايت مقام له اجازې پرته له رسنيو سره خبرې وکړي.
په کندهار کې د مرافعه څارنوالۍ په ګډون د يو شمېر رياستونو رئيسانو د مرغومي مياشتې پر (٢٨مه) نېټه سورغر ته وويل، دوی ته د ولايت مقام له خوا امر شوی چې دوی بايد د هغوی له اجازې پرته له هېڅ رسنۍ سره خبرې او مرکه ونه کړي.
که څه هم له رسنيو سره خبرې نه کول د ډيموکراټيکو اصولو، د ازادو رسنيو او د افغانستان د اساسي قانون له مخې يو ناوړه کار ګڼل کېږي خو دا چې ولايت مقام په څه ډول او څه موخه رياستونه او ان څارنوالي دې ته اړباسي چې هرومرو له دوی څخه اجازه واخلي.
د دې خبرې د اثبات لپاره سورغر هڅه وکړه چې لومړی له څارنوالۍ سره د ځينو هغو موضوعاتو په اړه د هغوی نظر واخلي چې په دوی پورې تړاو لري. خو د کندهار مرافعه څارنوال محمداسماعيل زيار سورغر ته په ډېره توهين امېزه لهجه وويل، دوی ته د ولايت مقام له خوا رسماً ويل شوي چې له دې وروسته به هېڅ دولتي ارګان د ولايت مقام له اجازې پرته له رسنيو سره خبرې نه کوي. " ورشئ اول له ولايت مقام څخه اجازه را واخلئ وروسته به خبره کوو".
دې ته ورته د سورغر خبريال هڅه وکړه چې د همدې موضوع په اړه له ځينو نورو رياستونو سره هم خبره وکړي، خو د هغوی له خوا هم همدا خبره ياده شوې چې دوی د ولايت مقام له اجازې پرته له رسنيو سره خبرې نه شي کولای.
دا چې د قانون او اصولو له مخې ولايت مقام نه شي کولای څارنوالي تر خپل تسلط لاندې راولي او يا ورباندې خپل اوامير تطبيق کړي د همدې موضوع په اړه په کندهار کې د ازادو رسنيو د ټولنې يا سفما مشر فضل الرحمان سورغر ته وويل، دوی به هڅه وکړي چې په دې اړه له ولايت مقام سره خبره وکړي، د نوموړي په خبره که چېرې د ولايت مقام له خوا پر خپله خبره ټينګار وشي نو د ده په اند دا به يو غير اصولي او ناوړه چلند وي چې د ولايت مقام له خوا د ازادو رسنيو په وړاندې تر سره کېږي.
په کندهار کې د کليد راډيو خبريال محمود فيضي هم د ځينو دولتي ادارو په اړه يادونه کوي چې دوی ته په څو څو ځله د ځينو دولتي ادارو له خوا ويل شوي چې دوی تر هغو پورې له رسنيو سره خبرې نه کوي تر څو چې يې د ولايت مقام له خوا رسمي اجازه ليک نه وي تر لاسه کړی، نوموړی وايي: " داسې ډېر ځله پېښ شوي دي چې کله موږ له يوه دولتي ارګان څخه د يوې موضوع په اړه نظر غوښتی دی، هغوی راته ويلي دي چې تر څو موږ ورته د ولايت مقام له خوا رسمي اجازه ليک نه وي ور وړی، دوی به ورسره خبرو ته حاضر نه شي، که چېرې موږ د هرې موضوع په اړه لومړی له ولايت مقام څخه اجازه ليک واخلو او وروسته له اړوند ارګان څخه د نظر غوښتنه وکړو، ښکاره خبره ده چې زموږ د خبرونو وخت به يوازې پر همدې مسايلو تېر شي ځکه موږ ورځني خبرونه خپروو او څرګنده ده چې ورځني خبرونه بايد په بېړني ډول چمتو او خپاره شي".
ښاغلي فيضي له ځينو دولتي ارګانو څخه خوښي هم وښوده او يادونه يېو کړه چې يو شمېر دولتي ارګانو له دوی سره همکاري هم کړې او ورسره تر اوسه پورې کومه ستونزه نه لري، خو د نوموړي په خبره دوی د مخکينۍ ستونزې په اړه د کليد راډيو له مسوولينو سره دا خبره مطرح کړې او هغوی څو ځله مخکې هم په کندهار کې د ازادو خبريالانو د ټولنې يا سفما له مشر فضل الرحمان سره دا موضوع ياده کړې ده، د فيضي د معلوماتو له مخې د سفما مشر ورسره ژمنه کړې چې دوی به په دې اړه له لوړو چارواکو سره ږغېږي او د يادې شوې ستونزې د هواري په موخه به تر خپله وسه هلې ځلې کوي، خو د نوموړي په خبره تر اوسه دا ستونزه پر ځای پاتې ده او د پرمختګ کوم څرک پکې نه ليدل کېږي.
د کندهار ولايت مقام وياند زلمی ايوبي بيا دا ادعا ردوي چې ګواکي د ولايت مقام له خوا رياستونو ته په مکتوب کې داسې الفاظ ذکر شوي چې رياستونه دې نور له ازادو رسنيو سره خبرې نه کوي، نوموړی وايي: " د ولايت له خوا يوازې دومره ويل شوي چې هر رياست بايد په خپل بخش کې له رسنيو سره خبره وکړي".
خو د ازادو خبريالانو د ټولنې يا سفما مشر فضل الرحمان هم دا مني چې خبريالان ډېری وخت له دولتي چارواکو سره ستونزې لري، نوموړي يادونه وکړه چې د ولايت مقام له خوا دوی ته هم يو مکتوب ورلېږل شوی او پکې ليکل شوي چې هر خبريال بايد د يوې موضوع په اړه څلور ورځې وړاندې له هغوی سره خبره مطرح کړي. نوموړی وايي: " موږ ته د ولايت مقام له خوا په رالېږل شوي مکتوب کې ليکل شوي دي، که چېرې يو خبريال غواړي له يوه دولتي ارګان سره مرکه او يا له هغوی څخه نقل قول واخلي بايد څلور ورځې وړاندې هغوی ته خبر وکړي".
فضل الرحمان زياتوي چې دوی به په دې اړه له ولايت مقام سره خبرې وکړې او هغوی ته به وړانديز وکړي چې د دوی غوښتنه ځکه ناسمه او ناشونې ده چې اوسمهال په کندهار کې بېلابېلې ورځنۍ رسنۍ هم شتون لري چې هغوی بايد د يوې ورځې په اوږدو کې خبرونه چمتو او خپاره کړي. د نوموړي په باور که چېرې د يوې رسنۍ چې د ورځې په اوږدو کې خبرونه چمتو کوي او خپروي يې څلور ورځې ورځې وړاندې له يوه ارګان سره خبره يادوي او وروسته ورڅخه د نقل قول غوښتنه کوي، د داسې يوه خبريال لپاره چې ورځني خبرونه چمتو کوي دا يوه ناشونې خبره ده.