MSNBC: امریکا طالبانو ته ۵۰۰ ملیونه ډالر بیلوي
سرچینه: د امریکا MSNBC ټلویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې غواړي چې د لندن په کنفرانس کې طالبانو ته د اقتصادي مشوقونو په هډانه کې ۵۰۰ ملیونه امریکایې ډالر د اقتصادې ودې لپاره اعلام کړې.
د امریکا له ام اس ان بې اس ټلویزیون سره د افغانستان او پاکستان لپآره د امریکا استازي ریچارد هالبروک دغه څرګندوني تیره شپه وکړې.
هالبروک په خپله دغه مرکه کې ویلي چې دغه پیسې به په سیاسي پروسه کې د طالبانو د ورګډولو لپاره په مصرف ورسول شي.
هالبروک وویل: (( مونږ به د لندن په کنفرانس کې طالبانو ته د اقتصادي مشوقونو په برابرولو کې د خپلو نورو متحدینو حمایت هم را خپل کړو، دغه پیسې به ورته پیدا کړو، ښایې تر ۵۰۰ ملیونه امریکایي ډالره لوی فنډ دغې پروژې ته تر لاسه کړو او په دغه برخه کې جاپان کلیدي رول لري)).
هالبروک وړاندي وویل چې له القاعدې او بغاوت څخه د را ګرځولو لپاره طالبان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي مرستې به وکولای شې د افغانستان اوسنۍ لانجې ته د پای یو مناسب ټکې کیږدي.
ویل کیږي چې د دغه کنفرانس مشري به د بریټانیې لومړی وزیر ګورډن براون کوي او نوموړي ویلي چې غونډه وال به د افغانستان دواړو مسلو ته هم پوځي او هم اقتصادې هغې ته ټولي هغه لاري چاري ولټوي چې پرې روان جریان ښه کیدای شي خو په ټوله کې به د افغانستان په اړه د متحدینو په یوه واحده ستراتیژي خبري وشي.
د آلمان لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل تیره شپه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې هیواد به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره هر کال څورلس څورلس ملیونه ډالر د طالبانو د خپلولو صندوق ته ورکړي او امریکا ژمنه کړي چې په یوازي سر به ۱۰۰ ملیونه ډالر دغه صندوق ته واچوي.
ویل کیږي چې د طالبانو د پخلاینې د پلان په اړه به صبا حامد کرزی په لومړي سر کې خبری وکړي او نوموړی طالبان دې ته هڅوي چې له بغاوت څخه لاس واخلي.
په دغه پلان کې هغه طالبان شامل دي چې له القاعدې سره تړاو نلري.
حامد کرزي له دې دمخه په ترکیه کې د ترکیې له ان ټې وي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي وو چې د ده پلان به په ښه لوري ولاړ شي او له طالبانو سره په یو ځای شویو جنګیالو کې د افغانستان ګڼڼ شمیر ماشومان هم شامل دي چې د افغانستان بچي دي.