سرچینه: د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه
ترتیب: جلالزی
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د لندن له کنفرانس څخه څو ساعته دمخه په امریکا کې خپره شوه.
دغې ورځپاڼي اوبهاما ته په کابل کې د هغه د سفیر جنرال کارل ایکن بیري وینا خپره کړي ده .
ورځپاڼه په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبري هغه څرګندوني را اخلي چې جمهور رییس اوباما ته خبرداری ورکوي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی یوه بشپړ ستراتیژیک ملګری ندی.
نیویارک ټایمز لیکي چې هغه افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو په اړه خپل شک او تردید په ښودلی وو.
آیکنبري ویلي وو که چیرته افغانستان ته نور امریکایي عسکر واستول شي نو د کرزي حکومت به د امریکا په متحده ایالاتو باندې زیاته تکیه وکړي.
په کابل کې دامریکا د سفیر کارل آیکنبري دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل د بغاوت پر ضد د ستراتیژۍ سره په ټکر کې دي. ځکه چې هغه ویلي وو که چیرته افغانستان ته اضافي عسکر وانستول شي، نو نړیواله ټولنه به په هغه هیواد کې ناکامه شي.
له بل لوري د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وایي چې د امریکا متحده ایالت او اروپایې د هغه پلان ملاتړ کړیدی چې هغه جګړه مار طالبان د افغاني ټولنې سره بیرته یو ځای کړي چې غواړي د تاوتریخوالي نه لاس واخلي.