مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فایننشل ټایمز:نیمایې افغانان د فقرکرښي لاندي ژوند کوي

فایننشل ټایمز:نیمایې افغانان د فقرکرښي لاندي ژوند کوي

سرچینه: فایننشل ټایمز  ورځپاڼه

مقاله لیکونکی: زلمی خلیلزاد

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د فایننشل ټایمز اقتصادي ورځپاڼي په خپله وروستۍ  ګڼه کې د زلمي خلیلزاد په قلم لیکل شوي یوه مقاله خپره کړي چې ښاغلي خلیلزاد پکې د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه توضیحات ورکوي.

خلیزاد لیکلي چې په افغانستان کې له بهرنی پانګوني سره سره  نن هم په سلو کې  څلویښت کسان بیکاره دي .

نوموړی لیکي چې نیمایي افغانان د بي وزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کوي.

هغه وایې چې روان اقتصادي حالت خراب دی خو د طالبانو د حکومت  له مهاله بیا هم ښه شوی او ښایې چې نړیوال ایتلاف  د اوسني خراب  اقتصادي  حالت لامل وي.
نوموړي ویلي چې نړیوال باید د افغانستان اقتصادي حالت ته پام وکړې او که دا کار ونکړي پوځي هڅي به  ناکامي شي.

هغه د اوبهاما حکومت ته وړاندیز  کوي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره یو اس ای ډي ته لاښونه وکړي چې خپل د اړتیا وړ توکي د افغانستان په داخل  کې وپلوري تر څو افغان سوداګري وهڅول شي.

خلیلزاد په خپله دغه مقاله کې لیکي : (( کله چې زه په افغانستان کې سفیر وم د  امریکا سفارت او پوځ به له اوبو نیولي تر کاغذد پوري په ګرانه بیه له بهر څخه راوړل، که څه هم اوس پرمختګ شوی خو اوس هم  امریکايي ځواکونه او ملکي قراردادیان د خوړو، مصرفي توکو او نورو ساختماني مواد لږ وړه برخه د افغانستان له بازارونو پیري)).

نوموړی وړاندیز کوي چې امریکایان باید تر ډیره بریده دغه توکي د هیواد په داخل کې تهیه کړي تر څو د  افغانانو له اقتصادي پرمختګ سره مرسته شوي وي.

خلیلزاد لیکي چې ډیری افغانان په کرکیله بوخت دي چې که د هغوي محصولات ځای پر ځای واخیستل شي دا به  د هغوي اقتصادي حالت ته د پام وړ وده ورکړي.

هغه وایې چې دا تګ لاره کار ورکولای شي.

په افغانستان کې د امریکا  پخوانی سفیر د مقالې په پای کې لیکي چې  له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ کال  پوري  امریکا شپیته ملیونه ډالره په بوتلي اوبو وکارولي خو دوه کاله وروسته د  بوتلي اوبو د تولید شرکتونه د افغانستان  په داخل کې فعال شول او  اوس امریکایان د افغانستان په دننه کې خپلې د اړتیا وړ څښاک اوبه برابروي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery