مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار امنتي اورګانونه د یوشمیر لاسته راوړنو یادونه کوي

ن . نوري
امنيتي ارګانونو په كندهار كي خپل فعاليتونه ګړندي كړي او په دي وروستيو كي ډيري لاسته راوړني هم لري ، دكندهار پوليسو د ملي امنيت د كاركوونكو، ملي پوځ او ايساف ځواكونو سره  په ګډه ملګرتيا وكولايي سول چي په دي وروستيو كي دكندهار په ښار او ځينو شاوخوا سيمو كي پلټونكي عمليات ترسره كړي او په ترڅ كي يي ګڼ شمير  وسلي ، ډول ډول مهيمات اويوشمير هغه كسان چي ګمان كيږي له ترورستي فعالينو څخه به وي ونيسي .             
 ددغه فعاليتونو ډيرښه مثالونه په تيره وانۍ كي راڅرګند سول ، دكندهار د پوليسو مشر جنرال سردار محمد ځاځي وويل چي په تيره اونۍ كي يي د ګڼو پيښو مخه نيولي ده ، هغه وويل دغه عمليات چي يي د ملي امنيت له كاركوونكو سره په ګډه ترسره كړيدي په ترڅ كي يي په لوړه كچه ډول ډول چاوديدونكي توكي چي په هغه كي ماينونه هم شامل دي ترلاسه كړي او په دي توګه يي د ډيرو پيښو مخه نيولي ده ، دغه راز د كندهار د ملي امنيت رياست هم په تيره اونۍ كي خبريالانو ته په لوړه كچه نيول سوي چاوديدونكي توكي وښودل ، هغوي وويل چي دغه چاوديدونكي توكي او وسلي يي د ښار د اتمي ناحيي د ميرزامحمدخان كلاچي ، لويي ويالي او د ډنډ د چارباغ په سيمو كي ترلاسه كړي او يوشمير كسان يي هم ورسره د تړاو په تور نيولي دي ، دي ته ورته د ايسا ف ځواكونو هم په تيره اونۍ كي د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو كي دوسلو او مهيماتو ديوي زيرمي د كشفيدو خبر وركړي چي په هغه كي هم د پام وړ وسلي او مهيمات موجوده وه ، بلخواته ښاري او سرحدي پوليسو په جلاجلاتوګه خبر وركړي چي په تيره اونۍ كي يي د بيلابيلو پلټنو پرمهال په لوړه كچه نشه ايي توكي هم ترلاسه كړي او ورسره د تړاو په تور يي يوشمير كسان نيولي هم دي.
امنيتي مسولين وايي چي دوي نوموړي لاسته راوړني د سيميزو خلكو په مرسته لري دكندهار امنيه قوماندان وويل چي زياتره وختونه دوي توانيدلي چي د سيمي د اوسيدونكو سره په تماس كي سي اوهغوي د هر راز ترورستي پيښو د مخنيوي په برخه كي مرسته ورسره وكړي ، امنيتي مسولين په دي باور دي چي دوي  به دغه لړۍ نوره هم وغځوي ، د كندهار امنيه قوماندان وويل دښارترڅنګ په بيلابيلو سيمو كي چاڼيز عمليات روان دي او دده په خبره چي دالړۍ به نور هم وغځوي او دي فكر كوي چي په دي توګه به ټول امنيتي ارګانونه ډيربريالي وي.
امنيتي مسولينو په وارو وارو دا ويلي چي د دولت ضد وسلوال هر وخت هڅه كوي چي د عامه ځايونو څخه لكه ښوونځي ، كلينيكونه ، مسجدونه او حتي اوس د هديرو څخه هم  په ګټي اخستو سره ترورستي عملونه ترسره كړي .
د كورنيو او بهرنيو امنيتي ارګانونو لخوا په تيره اونۍ كي د پام وړ لاسته راوړني هغه څه دي چي اوس په عام ډول هم احساسيدلايي سي ، دكندهار  ښار اوسيدونكي ميريحيي وويل : موږ وينو چي په دي وروسيتو كي امنيتي فعاليتونه زيات سويدي ، او په دي سره امنيتي وضيعت هم سم سويدي ، په ځانګړي ډول دښارپه مختلفو برخو كي د ملي اردو د عسكرو لخوا تلاښي ډير تاثير كړيدي ، ميريحيي زياته كړه كه چيري يوځل بيا امنيتي ارګانونه دغه ګډ فعاليت كمزوري كړي نو ترسره كړي هڅي به يي هيڅ نتيجه ورنكړي زه ديوه تن ښاري په توګه له هغوي څخه غواړم چي دغه فعاليتونه همداسي روان وساتي ترڅو دبدامنۍ ريښي يي ورايستلي وي .
د ښار يو تن بل اوسيدونكي احمد بيا وويل : هو داسمه ده چي په عمومي ډول امنيتي وضيعت ښه سويدي ، داسمه ده چي په ښار كي چاودني نسته ،ځانمرګي بريدونه لږ سويدي خو يوه بله ډيره ناوړه پديده چي هغه د بيلابيلو اشخاصو او افرادو ترور دي هغه زياته سويده ، ددي ناوړه پديدي لپاره هم بايد په مخفي ډول هڅي وسي ترڅو هرڅوك وكولايي سي په ارام ډول خپل ژوند ته ادامه وركړي .
دكندهار اوسيدونكي شفيع الله : هو په رښتيا سره اوس امنيت ترپخوا ښه دي ، خصوصاً په ښار كي خو زه وايم چي امنيتي كسان دي د خلكو سره ښه چلند وكړي لكه د ملي اردو عسكر چي د ټولو خلكو سره ډيرښه چلند كوي زما په فكر داكاربه ډيره ښه نتيجه وركړي ، تاسو وګوري هيڅ څوك په دي نه دي خوشحاله چي هره ورځ مو په وطن كښي جنګ او جګړي وي ، يوشي چي ډيرمهيم دي زموږ د خلكو دود او فرهنګ دي زموږ خلك خپل فرهنګ ته ډير په احترام قائل دي نولازمه ده چي كورني او بهرني عسكر ورسره موافق وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery