مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

NPR: د ځمکو مافیا

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

سرچینه: د امریکا نشل ملي راډیو

په افغانستان کې د  عامو او شخصي ځمکو غلا(  تر هغه څه چې په دغه هیواد کې ورته اداري فساد ویل کیږي او ولسمشر کرزی ترینه سخت کړیږي) ډیره لویه ده .

حامد کرزي تیره اونۍ د لندن په کنفرانس کې وویل: (( مونږ باید خپل  اصول، قواعد او پروسیجر واضح تعقیب کړو تر څو مو  حکومت په شفافه توګه ، له ادارې فساد  او استبدادي تصمیم نیولو پرته کار وکړي.

د امریکا ملي عامه راډیو کاږي چې د افغان ولسمشر د دغو کارونو پر وړاندي یو عمده خنډ او د ستونزې یوه برخه د هغه ورو احمدولي کرزی دی.

د فساد بیلګي په اونۍ  کې څو څو ځله د کابل په کوچني هوايي ډګر کې تر سترګو کیږي هغه مهال چې په بکسونو بکسونو ډالر له هیواد څخه ایستل کیږي.

 Kirk Meyer په افغانستان کې د فساد پر  ضد د امریکا د تحقیقاتي ډلي مشر  دی.

د دغې ډلي په ترکیب کې د امریکا د اف بې اې ادارې کسان، د مخدره توکو پر ضد د امریکا د خاصي  ادارې مامورین او د امریکا د خزانې د وزارت مامورین شامل دي.

د بیلګې په توګه ښاغلی کریک میر وایې چې د هغه کارکونکو ته ویل شوي چې یوازي یوه افغان چارواکي ۵۲ ملیونه ډالره په یوه وار له افغانستان څخه دوبۍ ته وړي دي.

 

 

 

NPR  د ښاغلي میر او د هغه د ټیم له کسانو څخه په حواله کاږي چې له افغانستان څخه وتونکي ډیری اندازه پیسي د ځمکو د غاصبینو مربوط دي.

ښاغلی کریک میر وایې چې افغان حکومتي چارواکي له قانون  څخه په ناوړي ګټي اخیستني سره د عامه ځمکو او په ځینو مواردو کې د شخصي ځمکو څخه د پرمختګ په نام ګټه پورته کوي او مفسد چارواکي له دغه مدرک څخه تر لاسه شوي پیسې سره ویشي.

NPR لیکي چې طالبان د ځمکو له  چور تالا څخه د افغان حکومت پر وړاندي د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د بشر د حقونو د خپلواک  کمیسیون ویاند نادر نادري وایې چې د ځمکو د غصب او چور تالا موضوع د حامد کرزي د حکومت له جوړیدو وروسته نده پیل شوي بلکه دغه مسله له پخوا موجوده وه.
یو شمیر کابل ښاریان د خپلو جایدادونو له غصب څخه په غوغا  دي.
نادري NPR ته ویلي چې  له ځمکو څخه د ولسمشر متحدینو  او ملګرو  ناوړه ګټه پورته کړي ده.
نادري وایې چې حکومت یوه کمیسیون ته دنده سپارلي چې د هغو ځمکو په اړه تحقیق وکړي چې په ناقانونه توګه غصب کړای شوي دي.
نادري وایې چې دغه کمیسیون ځيني سفارشونه هم ولسمشر ته سپارلي خو تر اوسه په دغو سفارشونو  کار ندی شوی.
نادري وایې چې ولسمشر دغو سفارشونو ته د رسیدګۍ په برخه کې پاتې راغلی او قدرت مند کسان لا هم غصب شوي ځمکي په واک کې لري.
د ځمکو د غصب په  اړه د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ته په تیرو دوو کلونو کې د را رسیدلو شکایتونو اندازه دوه ځله لوړه شوي ده او یوازي تیر کال په دغه باب ۵۰۰ شکایته کمیسیون ته رسیدلي ول.

 

 

د ولسمشر ورور:

NPR له افغان او امریکايي چارواکو به نکل کاږي هغه کس چې په یوه ولایت کې د ځمکو په  غصب کې عمده رول لري د حامد کرزي ورور دی .
دغه کس احمد ولي کرزی دی چې د افغانستان د کندهار ولایت د ولایتي شورا ریاست پر  غاړه لري.
د امریکا د ملي عامه راډیو په رپوټ چې ښاغلی ولي کرزی له خپل سیاسي نفوذ او د خپل ورور له وظیفوي صلاحیت  څخه په په ګټي اخیستنی سره د مخدره توکو په کاروبار کې هم دخیل شوی دی خو نوموړي دغه ادعا رد کړي ده .
NPR  لیکي چې دوي له احمد ولي کرزي سره د ځمکو د مسلې په باب څو څو ځله اړیکي ونیولي خو نوموړی مرکې ته حاضر نه شو.
په کندهار کې د امریکا د دولت  یو سلاکار تیدګرینتر ویلي چې دیری ځمکي د احمد ولي کرزي او یا د هغه تر امر لاندي کسانو په لاسلیک ویشل شوي دي.
نوموړی وایې چې احمد ولي کرزی له خپل سیاسي نفوذ څخه په ګټې اخیستلو سره دا توان لري چې ځمکي چور کړي.

 NPR  دا قضاوت چې ایا د مقالې لوستونکي به یې ومني که نه ، د لوستونکو کار بولي او له ښاغلي ګرینتر څخه په نکل   وایې چې، احمد ولي کرزی د افغانستان په جنوب کې د حامد کرزي د سیاسي استازي په توګه انتخاب شوی دی.

دغه امریکايي چارواکي ویلي چې په یوه مورد کې احمد ولي کرزي په کندهار کې د ملي دفاع وزارت ځمکه غصب کړه چې اوس په دغه ځمکه مفشن ښارګوټي جوړ شوی دی.
په کندهار کې دغه امریکایي چارواکي وایې چې ولایتي  شورا له قومي مشرانو څخه د هغې  ځمکي اوبه هم قبضه کړي چې د یادو ځمکو د مالکینو  حق وي.
ښاغلی ګرینتر وایې چې د غاصبینو استدلال دا وو چې دغه ځمکه دښته ده او اوبه ځه کوي.

NPR د هغه فلم قصه را اخلي چې د جیک  نیکولسن له لوري په کال ۱۹۳۰ کې خپور شوی وو او اصلي قصه یې دا وه چې یوه مخور اوځواکمن کس له خلکو  څخه د اوبو حق په ناقانونه توګه اخلي او اوس دغه قصه په کندهار کې په عمل کې لیدل کیږي.

NPR لیکي چې دغه ډول قصې د افغانستان په پارلمان کې د عصې د راپاریدو لامل ګرځیدلي دي.

د ولسې جرګې غړي سردار محمد رحمان اوغلي  د امریکا ملي عامه راډیو ته په مرکه کې  ویلي چې د  جمهور ریس  په  توګه د کرزي بیا ټاکل کیدل د فساد بریالي توب وو.

اوغلي وویل: (( زه د ولسمشر کرزي د بریالي توب مبارکي هغو کسانو ته وایم چې هغوي د ځمکو مافیا دي او یا هم د مخدره توکو کاروبار کوي)).
ښاغلي اغلي ویلي چې د ځمو د چور تالا مسله د ده په ټاټوبي فاریاب ولایت کې هم یوه لویه ستونزه ده .

ښاغلی اوغلي په افغان دولت غږ وکړ چې د دغې ستونزي د لري کولو لپاره ډیر کار وکړي او په دغه برخه کې یې پر امرکیا هم نیوکه وکړه .
هغه وویل: ((  که چیرته امریکایان د فساد پر ضد مبارزه کې صادق وای، نو له هغه فاسد او بي ظرفیته حکومت سره به یې مرسته نه کوله چې کرزی یې  بریالی کړ)).

د بینوا ویب پاڼي یادونه:  دغه مقاله د امریکا ملي عامه راډیو خپره کړي ده او د بینوا ویب پاڼه یې په خپرولو کې بې پري ده .
تاسو کولای شي چې  د دغې مقالې ماخذ ته په لاندی پته ورشي او د انګریزۍ متن سربیره یې غږیزه بڼه هم واوري.

پته:  
http://www.npr.org/templates/story/story.php?storyId=123223248

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery