مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

اقتصادي کارپوهان: د افغانستان مرکزي بانک د غلطو ارقانو په خپرولو تورن کړ

میرویس جلالزی


میرویس جلالزی


د  افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو مرکزي بانک چې د پولي سیاست د برابرولو مسولیت لري افغانانو او نړیوالو  ته د غلطو ارقامو په ورکولو تورن کړ.

په دې ورستیو کې یو شمیر رسنیو د مرکزي بانک د ریس عبدالقدیرفطرت څخه په حواله خبر ورکړی وو چې سږ کال په افغانستان کې د سړي سر کلنی عاید ۴۸۶ امریکايي ډالرته لوړ شوی چې د تیر کال په پرتله د هر سړي لپاره ۸۰ ډالره لوړ والی ښيي.

د اقتصادي چارو تحلیلګر پوهیالي دانش باتور بینوا ویب پاڼي ته وویل چې تر اوسه پوري د افغانستان د وګړو دقیق شمیر ندی معلوم نو په داسي  حال کې چې د افغانستان د وګړو احصایه نه وي موجوده څرنګه کولای شو چې سړي سری کلنی عاید معین کړو .

د اقتصادي فنونو له مخې سړي سری کلنی عاید هغه مهال تر لاسه کیږي چې د یوه هیواد  د  ټولو  ناخلصو کلنیو کورنیو عوایدو GDP مجموعه   د هیواد د ټولو وګړو په مجموعې وویشو.

د ښاغلي باتور پر وینا چې ښایې په جې ډي پي کې زیاتوالی راغلی وي خو دغه زیاتوالی د هغو یو شمیر محدودو کسانو په اقتصادي حالت کې دی چې د کمپنیو، قرادادونو، سوداګریزو مارکیټونو او لوړو حکومتي څوکیو خاوندان دي.


د افغانستان د مرکزي بانک د ریس ښاغلي فطرت پر وینا د سړي سر عاید په برخه کې ۸۰ ډالره زیاتوالی دا ښیي چې د هیواد اقتصادي حا لت په سم لوري روان دی.

مرکزي بانک  وایې له افغانستان سره د نړیوالي ټولني ملیونونو ډالرو مرستې، د بانکونو زیاتوالی، د کرهنیو عایداتو زیاتوالی او له بهر څخه دغه هیواد ته د پیسو راتګ د دغې ودې اصلي عاملونه دي.

فطرت تمه وښوده چې که حالت همداسي روانه وي نو راتلونکی کال به هم اقتصادي پرمختګ روان وي.

د مرکزي بانک چارواکي په داسي حال کې د کلني سړي سر عوایدو د لوړیدو خبر ورکړي چې تیره اونۍ نړیوالو موسسو خبر ورکړ چې د افغانستان نیمایي وګړي د فقر تر کرښې لاندي ژوند کوي.

د فقر کرښه په هر هیواد کې د اقتصادي حالت او سړي سر کورنیو عوایدو ته په کتو سره ټاکل کیږي.

په افغانستان کې هغه کورنۍ چې عواید یې په ورځ کې تر یوه ډالر لږ وي د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي خو په امریکې کې بیا هغه کورنۍ چې عواید ېې په ورځ کې تر ۷۰ ډالرو ټیټ وي فقیر ګڼل کیږي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery