مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-08   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوست: د هلمند قریب الوقوع عملیات

واشنګټن پوست: د هلمند قریب الوقوع  عملیات


سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د افغان او ناټو ځواکونو د پراخو عملیاتو د پیلیدو څخه دمخه د طالبانو اومشترکو څواکونو د ترتیباتو په باب یوه مقاله خپره کړي او په یوه برخه کې یې راغلي:


په داسي حال کې چې بهرني او افغان ځواکونو په مکرره توګه په هلمند کې د عملیاتو د پیلیدو اخطارونه وړاندي کوي، داسي بریښي چې ګډ ځواکونه  غواړي دغه عملیات دښمن ته د تلفاتو له اړولو پرته تصفیه کړي.

واشنګټن پوست لیکي چې ناټو اوافغان دولت غواړي د هلمند هغه سیمې چې اوس پکې طالبان مستقر دي له جګړې او وینې تویدني پرته تصرف کړي خو طالبانو پښې  ټینګي کړي او داسي بریښي چې په آسانۍ سره به یې زور دغلته نه اوبه کیږي.

واشنګټن پوست په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال څخه په نکل لیکي، د طالبانو په وژلو سره به غضب او دښمني نوره هم زیاته شي او ښه لاره به یې دا وي چې د هلمند اشغال شوي سیمې له پوځي مقاومت پرته تصرف شي.

جنرال مک کریسټال ورځپاڼي ته ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې په جګړه  کې  ټکول کیږي نو له همدې امله باید ټولي سیمې پریږدي او ترینه ژر تر ژره خپلي کډي بار کړي.

کریستال زیاته کړي چې که طالبان جګړه وکړي نو وبه ویني چې له څرنګه غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ کیدای شي.

په سیمه کې د طالبانو یوه قوماندان ورځپاڼي ته ویلي چې دوي هر ډول مقاومت ته چمتو دي او دا به وخت ثابته کړي چې دوي د دغو عملیاتو پر وړاندي څرنګه مقاومت کوي.

دغه قوماندان ګواښ کړی چې طالب جنګیالي به خپله سیمه په خپله وساتي او طالبان به بهرنیو او افغان ځواکونو ته اجازه ورنکړي چې د دوي سیمې لاندي کړي.

واشنګټن پوست لیکي چې دمګړۍ د هلمند ګڼ شمیر سیمي لکه، باغران، دیشو، خانشین، د سنګین او نادعلي یوشمیر سیمي او مرکز  ته نږدې ځیني کلي د طالبانو په تصرف  کې دي او دغلته له تیرو څو کلونو راهیسي طالبان واکمن دي.

افغان اوناټو ځواکونو ویلي چې په دغو عملیاتو کې به د هلمند ډیري سیمې تر پوښښ لاندي راشي او پکې به  په زرګونو تنه افغان، بریټانوي او امریکایې  سمندري سرتیري برخه ولري.

تر اوسه پوري د عملیاتو د پیلیدو دقیقه نیټه نده په ډاګه شوي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery