رویټرز: طالبانو ته رشوت نه ورکوو، زلمی رسول
سرچینه: رویټرز خبري آژانس
مونیخ: آلمان
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د رویټرز خبري آژانس په افغانستان کې د سولې د پروسې په باب د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره د مونیخ د امنیتي غونډي په حاشیه کې مرکه کړی چې د دغې مرکې لنډیز وړاندي کیږي.
زلمی رسول ویلي چې افغان دولت به طالبانو ته رشوت ورنکړي بلکې هغوي ته به اقتصادي مشوقونه برابر کړي تر څو پرې خپل ژوند سم کړي، وسلې پر ځمکه کیږدي او د خپلو کورنیو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.
زلمي رسول رویټرز ته ویلي چې د طالبانو لپاره د افغان حکومت اقتصادي مشوقونه په دې موخه دي تر څو هغوي په افغاني ټولنه کې د آزادو وګړو په څير ورګډ شي او سولیز ژوند پر مخ بوزي.
زلمي رسول په خپله دغه مرکه کې ویلي چې طالبان به هرو مرو د دوي وړاندیز ومني دا ځکه چې هغوي هم د ځینو مجبوریتونو له مخې وسلې ته لاس کړی په داسي حال کې چې که چیرته هغوي ته کارونه او روزګار برابر شي دوي به هيڅ کله هم وسله وانخلي.
ملکي ژوندانه ته د افغان طالبانو را ګرځول هغه مسله ده چې د لندن په کنفرانس کې افغان ولسمشر یاده کړه او کابل دغې پروسې ته تر اوسه پوري لسګونه ملیارده ډالر هم له نړیوالو تر لاسه کړي دي.
زلمي رسول رویټرز ته وویل: (( مونږ به طالبانو ته د جګړې د درولو لپاره رشوت ورنکړو،که هغوی د مذاکرې میز ته حاضر شي، وسلې وغورځوي، خپلو کلیو ته راشي دوي دې ته اړتیا لري چې ژوند وکړي، خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړ ي او مونږ له هغوي سره په دې منظور اقتصادي مرستې کوو)).
له رویټرز سره په مرکه کې زلمي رسول دا هم وویل چې مونږ به له طالبانو سره یو ډول اجتماعي مرسته وکړ د بیلګې په توګه هغوي ته د ځمکو په ورکولو سره، د زراعتي وسایلو په سپارلو سره، د اوبو د برابرولو په مټ او د ورته نورو امتیازاتو په مټ.
زلمي رسول دا هم ویلي چې طالبان چې له افغان دولت سره جګړه کوي له افغان او ناټو ځواکونو سره د مقایسې وړ ندي.
زلمي رسول رویټرز ته په خپله دغه مرکه کې ویلي چې د سولې خبري به له هغو طالبانو سره وشي چې له القاعدې سره ارتباط نلري او په ورته وخت کې ایډیالوژیک خوځښت هم ونلری.
هغه وړاندي وویل: ( په افغان طالبانو کې هم داسي طالبان شته چې له پاکستاني طالبانو او القاعدې ډلي سره نږدې ارتباط لري چې هیڅ کله به هم د سولې خبرو ته حاضر نشي او مونږ به له دغه ډول طالبانو سره وجنګیږو.
رسول په خپله دغه مرکه کې له پاکستان سره د خپل هیواد د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې کابل او اسلام آباد له ګډ دښمن سره چې هغه ترهګري ده مخ دي او باید دغه پدیده په ګډه سره له مینځه یوسي.