مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Washington Post:القاعده، ټپي خو خطرناک دښمن


القاعده، ټپي خو خطرناک دښمن

سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ  ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


امریکایان په تیرو شپږو اونیو کې  له القاعدې ډلي څخه د دوو سل په سلکو کې بیلا بیلو  خو د ډیرو دقیقو انځورونو د لیدلو شاهدان ول.

یو انځور د القاعدې د هغو مشرانو وو چې په هوايي بریدونوکې د امریکا له لوري ووژل شول خو دوهم انځور بیا د هغه ترهګر وو چې غوښتل یې د امریکا یوه مسافر وړونکي الوتکه په بمونو والوزوي، دغه ترهګر په دې وتوانید چې د امریکا پولې ماتي کړي او د دغه هیواد په لسګونو تنو مسافرو ته ځان ور نږدې کړي.

هغه څیړنه چې د القاعدې ډلي د کړنو په اړه د یوه څارونکي سازمان له لوري د بارک اوبهاما د ماموریت له پیلیدو وروسته شوي په خپل ذات کې د یوې خوشبینۍ او یوې ویرې څرګندويي کوي.

د دغه تحقیق له مخې،  د القاعدې ډلي پر مشرانو او قرار ګاوو د کارنده او متواترو بریدونو په پایله کې د دغې ډلي مالي سرچیني او روزن ځایونه په کله زیانمن شوي خو څیړونکي وایې چې اوس دغه ډله په خپلو فعالیتونو کې له هغو کوچنیو خو دقیقو تکتیکونو کار اخلي چې مخنیوی یې ډیر ستونزمن کار دی .

واشنګټن پوست لیکي چې د تیر کال په نوامبرمیاشتې کې د امریکا په فورت هود پوځي مرکز  کې په سرتیرو وژونکي برید او د کرسمی د مراسمو پر مهال د یوې مسافر وړونکي امریکایۍ الوتکې  ناکامي هڅي په امریکا پراخ سیوری غوړولی او یو ډول نوي ویره یې  رامنځ ته کړي ده .


د پوځي چارو ځیني ماهرین په دې باور دي، په داسي حال کې چې د القاعدې ډله په زخمي حالت کې قرار لري خو کیدای شي چې ډیر خطرناک بریدونه په مخکي وي.

د امریکا د روڼ اندود دریمي کرښي د ملي امنیت مدیرر اندي جانسون واشنګټن پوست ته وویل: ((  دام ورځ په ورځ تنګیږي او د القاعدې مشران هغه بریدونه چې  ښایې په هره سیمه کې تر سره شي، په چټکۍ سره په لاره اچوي)).

دامنیتي چارو دغه کارپوه په دې باور دی چې امریکا په دې ورستیو کې د القاعدې ډلي د ډیرو کلیدي غړو په وژلو او د هغوي د یو شمیر روزن ځایونو په تباه کولو سره د دې  جوګه شوه چې د دغې خطرناکي ډلي پر وړاندي ډیر بریالي توبونه خپل کړي خو لا هم القاعده د یوه ټپي مار په ډول ده چې کولای شي په هر حالت کې خپل زهر د دښمن بدن ته ور داخل کړي.

واشنګټن پوست لیکي چې د القاعدې شبکې په غړو باندي په عراق او پاکستان کې د امریکا فشار دغه ډله اوس دې ته اړ ایستلي چې د یمن په څير سیمو ته مخه کړي .

Transleted by Mirwais Jalalzai


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery