بعضي وختونه داړتیا له مخي دوینډوز او یاهم دبعضو فایلونو دعکسونو درلودل ډېر اړین وي چي باید خپل دمطلب سره دیوه څرګند او واضع پیغام په خاطر ، مل کړئ ، ددې کار داجراء کېدو لپاره تاسو ولاندي مطلب ته رابولم .
دعکس اخیستو لپاره :
۱:- له دې لاندي کارونو څخه یو ئې عملي کړئ .
· د ټولي صفحې دعکس اخیستني لپاره د Prt Scr تڼۍ کښېکاږئ .
· دیوې خاصي کړکۍ او یا فولډر دعکس اخیستني لپاره ، لومړی هغه کړکۍ یا فولډر راخلاص او بیا د alt په نیولو سره د Prt Scr تڼۍ له کیبورډ څخه کښېکاږئ .
۲:- کله چي مو دخپل داړتیا وړ عکس له یوې کړکۍ څخه واخیست ، دایدیټ لپاره ئې په یوه پروګرام کي Paste کړئ ، دبېلګي په توګه د Ms Paint پروګرام کي .
ددې پروګرام دخلاصولو طریقه :
۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .
۲:- د All Program دکلیکولو وروسته د Accessories مېنو انتخاب کړئ .
۳:- له څرګندي سوي مېنو څخه د Paint پروګرام کلیک کړئ ، ترڅو نوموړی پروګرام درته خلاص سي .
۴:- دپینټ پروګرام دخلاصېدو وروسته د Edit مېنو څخه د Paste کمانډ ووهئ چي ستاسو مخکنی اخیستل سوی عکس سرېښ کړي .
اوس کولای سئ چي خپل تغیرات پراخیستل سوي عکس راولئ .
دایدیټ لپاره دغه پروګرامونه هم استعمالولی سئ .
Adobe Photoshop
Photoshop Elements
Microsoft Digital Image
Picture It
Ulead's Photo Impact
یاهم Photo Express
تېمورشاه یوسفزی –هرات
نېټه ۲۰۱۰/۰۲/۱۰