سرچینه: د امریا فارین پالیسي نشریه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د هند د بهرنیو چارو وزیر د آلمان د مونیخ په آمنیتي کنفرانس کې ویلي چې په طالبانو کې ښه نشته او په ښو او بدو د طالبانو ویشتل عاقلانه کار ندی.
نشریه کاږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه خبري د بریټانیا له لومړي وزیر ډیویډ میلبنډ سره د لیدو کتو پر مهال کړي دي.
د فارن پالیسي په باور چې د هند له نظر طالبان ښه ندي دا ځکه چې دغه ډله د پاکستان د استخباراتو په مرسته را منځ ته شوي او په ډیرو مواردو کې ISI له طالبانو څخه د هند په دننه او په افغانستان کې د هند د اهدافو پر ضد کار اخیستی دی.
هند دا منی چې پاکستاني استخباراتي ادارې دوه ځله په کابل او یو ځل په جلال آباد کې د دغه هیواد په دیپلوماتیکو مراکزو وژونکي بریدونه تر سره کړل چې طالبان یې پکې کارولي ول.
فارن پالیسي لیکي چې هند ځينو طالبانو ته د افغان دولت د سولې وړاندیز د ځان لپاره خطرناک بولي او داسي انګیري چې مبادا داسي یوه ورځ به راشي چې همدغه پخلا شوي طالبان د هند پر موخو بریدونه وکړي.
فارن پالیسي لیکي چې د افغانستان کنټرول بیا سوکه سوکه طالبانو ته سپارل کیږي، او هند د طالبانو لاس ته د افغانستان د لویدو له ډاره یو ځل بیا په دې لټه کې دی چې د شمال ایتلاف ( د طالبانو اصلي دښمن) یو ځل بیا تقویه کړي چې یوه ورځ یې د طالبانو پر ضد وکاروي.
دغه خپرونه په افغانستان کې د نوي ډهلي رول ته اشاره کوي او کاږي چې هند دمګړۍ له افغانستان سره د مرسته کونکو لویو هیوادونو په کتار کې پينځم ځای لري.
فارن پالیسي لیکي چې هند دمګړۍ په افغانستان کې غټي او مهمي پروژي تر لاس لاندي لري خو نړیوال د افغانستان په برخه کې د هند رول نادیده نیسي.
د یوې سروې له مخې چې په دې ورستیو کې تر سره شوي ۷۴ سلنه افغانان په خپل هیواد کې د هند له رول څخه خوشهاله دي او فارن پالیسي نشریه د دغې خوشبینۍ اصلي لامل په افغاني ټولنه کې د هندي فلمونو مخ پر زیاتیدونکی محبوبیت په ګوتو کوي.