مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حقوق زن مجلې مسول علي محقق نسب د محکمې لومړی پړاو

رحيم الله سمندر - کابل

دکابل په محکمه کې ديوه افغانى ژورنالست دمحکمې لپاره اولنۍ قضايي غونډه جوړه شوه. علي محقق نسب دحقوق زن مجلې مسؤول مديرنن دسه شنبې دغرمې پر ١١ بجو دکابل ولايت محکمې ته راغوښتل شوى چې دوه ساعته يې دوام وکړ.

 

رحيم الله سمندر

دسپتمبر ١١مه کابل افغانستان

 

 

دکابل په محکمه کې ديوه افغانى ژورنالست دمحکمې لپاره اولنۍ قضايي غونډه جوړه شوه.

على محقق نسب دحقوق زن مجلې مسؤول مديرنن دسه شنبې دغرمې پر ١١ بجو دکابل ولايت محکمې ته راغوښتل شوى چې دوه ساعته يې دوام وکړ.

محقق نسب داکتوبرلومړى نېټې راهېسې په حقوق زن مجله کې د درې ليکنو( سخن اول، ارتداد ازنظر قران او دايراني ليکوال ارتداد مضمون) په خپرولو دکابل ولايت څارنوالى او محکمې تر امر لاندې بندي دى.

په قضايې جلسه کې، لومړى دکابل ولايت دديوان امنيت عامه رئيس مولوى انصارالله مولوى زاده دمحقق نسب ددوسيې په اړه معلومات ورکړل، بيا څارنوال هغه پرخلاف خپله دعوا وړاندې کړه.

څارنوال حاجى بهلول په خپله دعوا کې محقق نسب داسې متهم کړ: (( هغه په قصدى او عمدي توگه دخلکو دذهنونو دمخشوش کولو له پاره دکفري مضامينو خپرولو لاس پورې کړى، له سنتو نه يې انکارکړى او تحقيق پروخت ېې په ليکلي توگه خپله اشتباه منلې ده.))

گومارل شوي څارنوال له محکمې وغوښتل: (( نوموړي داسلام سپکاوي پېښه ثابت ده، دمحکمې له رياست نه غواړم چې محقق نسب ته داساسي قانون د١٣٠ مادې د حکم پراساس سخته جزا ورکړي څو نوموړي اونورو ته پندشي.))

له محقق نسب نه وغوښتل شول چې خپله دفاعيه په ليکلې توگه يا په شفاهي توگه محکمې ته وړاندې کوي؟ نوموړي ځواب ورکړ له دواړو لارو.بيا ورځنې پوښتنه وشوه چې خپله دفاع خپله وړاندې کوي که دمدافع وکيل په مرسته، نوموړي داسمه وگڼله چې خپله دفاع وکړي.

محقق نسب په خپلو لومړنيو خبرو کې وويل:(( شعيه عالم او په اسلامي علومو کې صاحب نظريم، دمحکمې له رئيس نه غواړم چې په عادلانه توگه دعملي علم او پوهې له لارې ماسره چلند وکړي، هغه توطئې چې دهېواد نه باندې جوړې شوې په پام کې ونه نيسي او بېښه له رازدارى نه وباسي.))

محقق نسب ښکاره توگه په محکمې کې اعلان وکړچې له خپل نظراو ليکنو دفاع کوي اوبيا بيا يې له محکمې وغوښتل چې دهغه ځوابونو په غور واوري.

دسوالونو ځوابونو پروخت دمحقق نسب ځوابونو ته لږ او دڅارنوال ځوابونو ته زياته پاملرنه کېده، اصولا بايد څارنوال اومتهم دواړو په ولاړه خپل سوالونه او ځوابونه مطرح کړي واى، مگرپرعکس يې څارنوال په ناسته سوالونه کول او ځوابونه يې ورکول خو محقق نسب ته دمحکمې رئيس له خو امر وشو چې په ولاړه خپله دفاعيه وړاندې کړي.

درې ځله محقق نسب دمحکمې له رئيس نه وغوښتل چې مخکېني ځوابونه يې ندي پوره کړي، خو محکمې او څارنوالى له خوا به نورسوالونه ورځنې مطرح کېدل.

له ١٥ نه زياتو قاضيانو، دمحکمې رئيس او څارنوال دمحقق نسب نه دپوښتنو حق درلود.ځنې وخت دډيرو قاضيانو يو ځايي سوالونو دځواب په برخه کې هغه له ستونزو سره مخ کولو، قضايي غونډه سبا لپاره هم دوام کوي.

دافغانستان دژورنالستان خپلواکې ټولنې، دژورنالستانو دفاع کمېټې او يوناما استازي دپروسې ناظرين وو، دغه راز ديوشمېر تلويزونونو، راديوگانو او خپرونو ژورنالستان هم د محکمې پروخت حاضر وو.

دژورنالستانو خپلواکه ټولنه (AIJA) او ددفاع کمېټه (CPAJ) اندېښنه لري که چيرى ددويمې ورځې غونډه دلومړى هغې په شان په بې نظمى روانه وي چې په هغې کې محقق نسب ته دځواب پرمهال پوره وخت ندى ورکړ شوى، محکمه به غيرعادلانه وي.

 

دنورو مالوماتو لپاره:

 

دافغانستان دژورنالستانو خپلواکه ټولنه

تيلفون شمېرې:٠٧٠٢١٤٧٤٨،٠٧٩٣٠٠٠٠٤

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery