مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

CNN :د مارجې دعملیاتو پيل، د امریکا موخې


CNN :د مارجې دعملیاتو پيل، د امریکا موخې


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د امریکا سې ان ان ټلویزیون په خپله ویب پاڼه کې د افغانستان د هلمند ولایت دمارجې په ولسوالۍ کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړي ده .


CNN له امریکايي قوماندانانو څخه په نکل لیکي، یوه ورځ وروسته تر هغه چې امریکايي ځواکنو له خپلو افغان ملګرو سره یو ځای په مارجې کې عملیات پیل کړه، سرتیري په دې وتواندیل چې د ولسوالۍ په دننه کې ځان ته د پښو ځآی ومومي او ولسوالۍ ته ور داخل شي.


دغه عملیات چې د مشترک عملیاتو په نامه نومول شوي د افغانستان پر وخت د جمعې په ماخوستن خو د امریکا په دوه بجې پیل شول.


CNN له امریکايي قوماندانانو په نکل کاږي  چې مشترک د افغانستان په دري ژبه ګډو ته وایې او دا کلمه دا مفهوم افاده کوي چې کورني او خارجي سرتیري په ګډه یو د بل تر څنګ عمل کوي.

د شنبې په سهار لږ تر لږه د یوه امریکايي کنډک سرتیرو دا خبر ورکړ چې دوي په مارجه ننوتي دي او دغلته یې د پل ایښودو لپاره مناسب ځای تر لاسه کړی دی.


مارجه امریکایان د افغانستان په هلمند کې د طالبانو وروستۍ سنګر په ګوتو کوي چې له ډیري مودې راهیسي د هغو په قبضه کې وو.


د سمندري سرتیرو دغه ۲۰۰ کسیز کنډک چې په لومړي ځل مارجې ته داخل شو وایې چې وسله والو طالبانو پرې د راکټ لانچرو، ماشیندارونو او حتی لاسي بمونو بریدونه وکړل او داسي اټکل نه کیده چې ګواکي طالبان دي دومره شدید مقاومت وکړي ځکه په تیرو عملیاتو کې به ډيری طالبانو د مخامخ مقاومت څخه دمخه ځانونه له سیمې نورو سیمو ته رسول.


امریکايي پوځي مقاماتو CNN ته ویلي چې د مارجې په یوه بل اړخ کې هم امریکايي سرتیرو له طالبانو سره جګړه کړې او د طالبانو مقاومت د ساعتونو په تیریدو لا هم روان دی.

امریکايي چارواکي وایې چې د مارجې د عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې یې ۵ طالبان وژلي او ۸ نور یې ژوندي نیولي دي.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي هم دغه خبر تاید کړی دی.


CNN  لیکي چې د مارجې په عملیاتو کې ۱۵۰۰۰ کاناډايي، امریکایي، افغان او بریټانوي سرتیري برخه لری .
د مارجې ولسوالۍ نفوذ له اتیاوو زرو څخه نیولی بیا تر سلو زرو پوري ته رسیږي.


امریکايي قوماندانان وایې چې دمارجې نیول ځکه ورته ډیر مهم دي چې په دغه ولسوالۍ کې له څو کلونو را پدې خوا طالبان حاکم دي او یو طالبي حکومت یې هم دغتله جوړ کړی دی.
ګډ ځواکونه د افغانستان په ساعت دشنبې په سهار مارجې ته بیخي ډیر ور نږدې شول او د امریکايي ځواکونو یو ۲۰۰ کسیز کنډک د مارجې بازار ته ور ننوت.


د سمندري سرتیرو دغه کنډک کې ځانګړي یا سپيشل فور سرتیري هم شتون لري.


د ناټو ځواکونه وایې چې دوي ځکه دمارجې په بازار کې په روانو او هغو خلکو چې یوه خوا بله خوا منډي وهي ډزي نکوي چې ښایې د څو محدودو طآلبانو په خاطر له دوي څخه ولسي وګړو ته زیان و نه رسیږي.
د امریکا د سمندري ځواک کنډک مشر جنرال لري نیکولسن وویل چې مارجه په هلمند کې د سمندري ځواکونو د ماموریت سیمه ده او دا د سمندري ځواکونو له لوري د طالبانو د قلمرو د وروستۍ سیمې په نامه یادیده.


نوموړي جنرال CNN ته ویلي چې د عملیاتو یوه بله موخه  د مارجه والو او افغان حکومت تر منځ د اړیکو ټينګول دي چې ښایې دا اړیکي هیڅ کله هم پخوا نه وي ټینګي شوي.
جنرال نیکولسن وایې چې مونږ هرو مرو بریالي کیږو دا ځکه چې د مارجې په عملیاتو کې زمونږ یوازنۍ هیله زمونږ بریالي توب دی .


ګډ ځواکونه اټکل کوي چې ښایې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالبان په مارجه کې د مقاومت لپاره پاتي وي .


د افغان اردو یوه جنرال محي الدین غوري ویلي چې د مارجې ټولي سیمې محاصره دي او دوي به ټول هغه دولت ضد عناصر چې له سیمې یا تښتیدلي او یا تښتي ونیسي اوخامخا به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

له مارجې څخه د CNN ټلویزیون هغه خبریال چې له سمندري سرتیرو سره یو ځای سفر کوي وایې چې په مارجې باندي له څو ورځو را پدې خوا هوايي  کنټرول لګیدلی او چورلکې او همدا راز انځور اخیستونکي اکتشافي الوتکې په متواتره توګه پروازونه کوي.


CNN وایې چې په مارجې باندي عملیات هغه سیمه چې پکې د مخدره توکو کاروبار ډیر زور اخیستی وو د امریکا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې وایې د هیروینو فابریکې، کاروباریان او رابطین به له مینځه وړي.
امریکايي قوماندانان وایې چې مارجې ته په غزیدلو لویو لارو طالبانو ماینونه خښ کړي دي.


د سمندري ځواکونو د بمونو د شنډولو مهارین وایې چې طالبانو یوه میاشت او یا تر دې مودې هم ډیر وخت درلود چې خپل ماینونه دغلته پر لویو لارو خښ کړي دا ځکه چې هغوي له عملیاتو خبر شوي ول.
CNN کاږي چې په دغو ماینونو کې چې په کورونو کې د طالبانو له لوري جوړیږي، له امونیم نایتریت، تیلو، مالګې، وړو، تورتیلو او ساچمو څخه کار اخیستل کیږي.


د CNN خبریال کاږي چې د امریکا د سمندري ځواکونو ماین شنډونکي شوبلې د جنګ په لومړۍ کرښي کې قرار لري او د شنبې په سهار د هغو ماینونو دچاودنو غږونه تر غوږو کیدل چې د طالبانو له لوري مارجې ته په غزیدلو لویو لارو خښ شوي ول او د ګډو ځواکونو خنثی کونکو وسایلو له مینځه وړل.


Transleted by Mirwais Jalalzai

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery