مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

کرسشن مانیټور: سولې لپاره د حکمتیار نرم شرطونه

سرچینه: کرسشن ساینس مونیتور

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د کرسشن ساینس مونیټور ورځپاڼې په کابل کې له باوري سرچینو په نکل خبر ورکړی چې ګلبدین حکمتیار دمګړۍ له افغان دولت سره د سولې په خبرو امتحاني کار کوي او ښایې د حکمتیار دغه عمل د افغان دولت د مخالفینو په مینځ کې د لوی درز د رامنځ ته کیدو لامل وګرځي.

ورځباڼه کاږي چې حکمتیار داسي شرطونه افغان دولت ته وړاندي کړي چې د طالبانو د شرطونو په پرتله ډیر نرم دي.

د حکمتیار په دغه وړاندیز کې چې افغان دولت ته سپارل شوی راغلي چې له دولت سره تر مذاکرې اتلس میاشتې وروسته بهرني سرتیري کولای شي چې افغانستان نه ووزي خو طالبان ټینګار کوي چې له خبرو دمخه باید خارجي سرتیري له افغانستان څخه ووزي.

سرچینې کرسشن ساینس مونیټور ورځپاڼي ته ویلي چې د حکمتیار دغه وړاندیز لیک افغان دولت او یو شمیر مخورو  افغان سیاست والو ته سپارل شوی دی.

په وړاندیز کې ویل شوي چې په کابل کې باید یوه موقت دولت د دوو کلونو لپاره رامنځ ته شي، د دغه حکومت په څلورو وروستیو میاشتو کې باید لویه جرګه را وغوښتل شي تر څو نوی اساسي قانون طرح کړي او وروسته به انتخابات تر سره شي چې د دغو کارونو په مقابل کې به د حکمتیار جنګیالي د خپلو وسلو سپارلو ته چمتو شي.

کرسشن ساینس مونیټور  کاږي چې تیره میاشت د ګلبدین حکمتیار مرستیال قطب الدین حلال چې په پیښور کې ژوند کوي د کابل ارګ ماڼۍ ته راغلی وو د ولسمشر په ګډون یې له یو شمیر مخورو افغان سیاست والو سره چې اسلامي ګوند ورسره پخوانۍ دښمني نلري لیده کاته کړي دي.

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی فیروز هم له یوه ناڅرګند ځای څخه د ټلیفون په کرښه دغې ورځپاڼي ته ویلي چې ده د حزب اسلامي په استازي توب په مالدیف کې د تیرې میاشتې په هغه غونډه کې برخه اخیستي وه چې پکې د افغان پارلمان څو تنو غړو له طالبانو سره لیده کاته کړي ول.

فیروز ویلي چې اسلامي ګوند له القاعدې سره ارتباط نلري او له طالبانو سره هم په ډیرو مواردو کې سیاسي اختلافات لري.

د دغه ګوند یوه بل غړي خالد فاروقي هم ویلي چې د افغان دولت او ګلبدین حکمتیار تر منځ خبري رواني دي خو دی یې د نتیجې په اړه ندی خبر .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery