د شنبې په ورځ د ٢٠٠٥ کال د جولای په ٢٣ د جرمني د ليورکوزن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لورې د هېواد د نوميالي ليکوال او ژباړونکي ارواښاد ميرزا علم حميدي په ياد يوه درنه علمي غونډه جوړه شوه . دې غونډې ته د جرمني له بېلابېلو ښارونو
ليورکوزن ، جرمني ::
د شنبې په ورځ د ٢٠٠٥ کال د جولای په ٢٣ د جرمني د ليورکوزن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لورې د هېواد د نوميالي ليکوال او ژباړونکي ارواښاد ميرزا علم حميدي په ياد يوه درنه علمي غونډه جوړه شوه . دې غونډې ته د جرمني له بېلابېلو ښارونو او يو شمېر اروپايي هېوادونو څخه ليکوال ، فرهنګپال او د ارواښاد حميدي د اثارو مينه وال او دوستان راغلي وو .
غونډه د ښاغلي مبارز ساپي له خوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه . بيا د ارواښاد حميدي ، ارواښادعبدالجليل وجدي ، ارواښاد محمد هاشم زماني ، ارواښاد عبدالقدوس نجيب ، د ښاغلي جهاني د ارواښادې مېرمنې او د ښاغلي هېوادمل او ښاغلي ودان د ارواښادو ميندو ارواوو ته د دعا لاسونه جګ شول او د دغو ارواښادو په اړه لنډې لنډې څرګندونې وشوې .
د غونډې د چلولو چارې د ښاغلي شاعر او ليکوال او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګې د غړي ښاغلي غريب له خوا پر مخ بيول کېدې . په پيل کې د ټولنې د مشرتابه جرګې په استازيتوب استاد پوهندوی سيد حسن پرانيستونکې وينا واوروله او بيا دغو ليکوالو او څېړونکو په پر له پسې توګه د ارواښاد حميدي د ژوند، شخصيت او آثارو پر بېلابيلو اړخونو خبرې وکړې او مقالې يې واورولې :
ـــ د حميدي ياد ، د ښاغلي دکتور محمد علي هوما مقاله
ـــ د ارواښاد حميدي ناچاپو آثارو ته يوه کتنه ، د ښاغلي افضل ټکور مقاله
ـــ د ارواښاد حميدي دآثارو عمده ځانګړنې ، د ښاغلي زرين انځور مقاله
ـــ د ارواښاد حميدي د آثارو ښوونيز ارزښت ، د ښاغلي پوهنمل رحمت ګل ځواکمن مقاله
ـــ ارواښاد حميدي او پښتو ژباړه ، د ډاکټر خوشال روهي مقاله
ـــ د ارواښاد حميدي شعرونو ته يوه کتنه ، د ښاغلي نظيف تکل مقاله
ـــ حميدي او د ده د طنز ژبه ، د ښاغلي عبدالواحد نظري مقاله
ـــ حميدي ، د خوشال فرهنګي ټولنې يو خوږ ياد او يوه نه هېرېدونکې ملتيا ، د ښاغلي پوهنوال عبدالخالق رشيد مقاله چې ښاغلي ډاکتر شېر افضل ګرديوال ولوستله
د حميدي صاحب د ياد نذرانه ، د ښاغلي کاتب پاڅون مقاله چې ښاغلي قيام ولوستله
ـــ د ارواښاد حميدي شخصيت ، د هغه په آثارو کې ، د ښاغلي اجمل روهي مقاله
ـــ د ارواښاد حميدي د جنازې د مراسمو د سترګو ليدلی حال ، د ښاغلي بسم الله اکبري مقاله
په پای کې د ارواښاد حميدي مشر زوی ښاغلي شېرشاه حميدي د خپلې کورنۍ په استازيتوب لنډې خو ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې ، د افغانستان له کلتوري ټولنې يې د دې غونډې د جوړېدو مننه وکړه او له ټولو ګډونوالو يې خوښي څرګنده کړه .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ژمنه وکړه چې د فرهنګپالو دوستانو په ملاتړ به د مقالو دغه ټولګه چاپ او خپره کړي ، غونډه د مازيګر پر پنځو بجو پيل شوې وه او د شپې په دولسو بجو پای ته ورسېدله