مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

EU-News: د سولې کلی، د جګړې ماشومان

EU-News: د سولې کلی، د جګړې ماشومان

سرچینه: د اروپا پر لیکه خبري سرچینه


By Laura Schneider-Mombaur


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 Feb 14, 2010, 2:08 GMT

Friedensdorf په آلماني ژبه کې د سولې کلې ته ویل کیږي ، د سولې په دغه کلي کې هغه ماشومان په وړیا توګه معالجه کیږي چې په افغانستان کې په جګړو کې سخت ژوبل شوي وي او یا د نړۍ  په نورو شخړمنو سیمو کې ټپیان شوي وي.


تیر کال Friedensdorf International موسې په آلمان کې د ۱۹۰ تنو هغو ماشومانو د معالجې چارې په بیلا بیلو روغتونو کې تر سره کړې چې په خپل هیواد افغانستان کې په جګړو کې ژوبل شوي ول.
د تیرې دوشنبې په ورځ دغې ټولنې ۵۸ تنه هغه ماشومان چې په آلمان کې یې معالجه تر سره شوي وه بیرته خپل هیواد ته را ستانه کړل.


خو د دغو ماشومانو راتلونکي ډیره نامعلومه بریښي دا ځکه چې په تیرو څو ورځو کې د دغو یو شمیر ماشومانوپه کلیو او کورونوکې یو ځل بیا د ناټو ځواکونو له لوري عملیات پيل شوي دي.
نصیره یوه هغه کوچنۍ نجلۍ ده چې د آلمان په اوبرهوزن ښار کې له یوې کورنۍ سره اوسیده او تر معالجې وروسته ددوشنبې په ورځ په داسي حال کې چې ډیره خوشهاله ښکاریده خپل هیواد ته را ستنه شوه.
نصیره د کابل اوسیدونکي ده، د هغې پلار د کابل ګرد چاپير په کلیو او  بانډو کې د ښونځیو او کلینیکونوپه جوړولو بوخت دی.
هغه یو معمار دی .
دا دنصیرې لپاره ستونزمنه وه چې جرمني ته د خپل تګ په لومړیو ورځو کې په یوه بیګانه کورنۍ کې ژوند وکړي او په ژبه هم نه وه بلده.


د سولې د کلي یوه ویاند ولفګنګ مارتینس وویل: (( د دغو ماشومانو  ژوند ښایې په لومړي سر کې ستونزمن وو دا ځکه چې هغوي په بیګانه محیط کې نا اشنا ول خو دا مونږ ته هم ستونزمن کار ووچې دغوماشومانو ته مو اقتصادي سرچینې برابري کړي تر څو پرې د هغوي معالجه وکړو)).


د سولې کلي په نامه  دغه سازمان له ۱۹۸۰ کال را پدې خوا فعالیت کوي او د پخوانی شوروي پر وړاندي د جګړې پر وخت زیانیمن شوي ډیري ماشومان یې په هغه وخت کې هم آلمان ته د معالجې لپاره وړي ول.
د سولې د کلي ویاند وايي چې د جګړې زخمي ماشومان او هغه صعب العلاجه  ماشومان چې حتی د افغانستان د لویو ښارونو اوسیدونکي دي، لازمو روغتیاې اسانتیاوو ته لاس رسی نلري دا ځکه چې د افغانستان د لویو ښارونو کې سم روغتونونو موجود ندي.


د سره صلیب د کميتې يوه ډاکټر ښاغلي مارتین وویل چې جرمني ته لیږدول شویو ماشومانو دوه په دریمه برخي یې داسي زخمونه درلودل چې وینه تریه بهیده او متواتر دردونه یې درلودل.


د سولې په کلي کې یو لبناني رضاکار ډاکټر، محمدهریر وویل چې په تیرو څو میاشتو کې د جګړو پر مهال د ژوبلو شویو ماشومانو په شمیره کې د تیر په پرتله لږ والی راغلی دی.


د سولې د کلي مسولین وایې چې جرمني ته لیږدول شویو ماشومانو سره له دې چې د آلمان د خلکو په  مرسته د  بیاځلي ښه صحت خاوندان شول، د آلماني ژبي، آشپزۍ او ګنډلو کورسونه هم ورته په لاره اچول شوي ول.


د سولې د کلي مسولین وایې چې ډیر ژر به د افغان ژوبل شویو ماشومانو یوه ۸۵ کسیزه ډله د معالجې لپاره آلمان ته واستوي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery