کمپيوټر ته دننوتلو لپاره عموماً دوې لاري شتون لري ، یوه داچي خپل کمپيوټر د ننوتلو په وخت یوزر او پسورډ وکاروئ او بل داچي په اتومات ډول کله چي کمپيوټر چالانه سي ، بېله داچي ستاسو څخه یوزر او پسورډ وغواړي ، وینډوز ته ننوزي .
داتومات ننوتلو لپاره دغه لاندي لارښود ته عملي جامه واغوندئ :
۱:- سټارټ مېنو څخه د RUN کمانډ کلیک کړئ .
۲:- د RUN په متنځای کي Control Userpasswords2 ټایپ او د OK تڼۍ ووهئ .
۳:- په لومړۍ کړکۍ کي د Users must enter a user and password to use computer خوښ بکس څخه د ټیک مارک علامه لیري کړئ .
۴:- کله چي نوموړی ټیک مارک لیري سو ، دOk په وهلو سره تاسو ته یوه بله کړکۍ مخي ته راوړي ، دلته یو یوزر او هغه لپاره پسورډ ورکړئ ، دغه یوزر به په ا تومات ډول بېله داچي یوزر او پسورډ پوښتنه تري وسي ، کمپيوټر ته ننوزي .
تېمورشاه یوسفزی
نېټه
۲۰۱۰/۰۲/۱۵