مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-23   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

دفلمو کمپنۍ د لوبغاړو د کمښت سره مخامخ دي

ننداره

په افغانستان کې دنوي تحول سره نه يوازې دهيوادپه دننه کې افغانانواوم هنر( سينما)ته مخه کړه وړې اولوی دفلم جوړولو کمپنۍ پرانيستې  بلکه دالړۍ دهيوادنه دباندې هم رااوږده شوه اوافغان کډوالو په ډېروهيوادنوکې دې کارته ملا وتړله

دزمري۲ ۱۳۸۴
پېښور : ننداره 
په افغانستان کې دنوي تحول سره نه يوازې دهيوادپه دننه کې افغانانواوم هنر( سينما)ته مخه کړه وړې اولوی دفلم
جوړولو کمپنۍ پرانيستې  بلکه دالړۍ دهيوادنه دباندې هم رااوږده شوه اوافغان کډوالو په ډېروهيوادنوکې دې کارته ملا وتړله  چې ترخپلې وسې پورې په کې بريالي هم شول ـ   دافغانستان په ګاونډي هيواد پاکستان کې هم  ډېروکډوالو دافغاني فلمونووړې وړې کمپنۍ جوړې کړې  چې په دې لړکې يوه هم دفرخزادفلم کمپنۍ ده چې په دې وروستيوکلونوکې يې دافغاني سينمايي فلمونوپه جوړلولاس پورې کړی دی ـ
دې کمپنۍ تراوسه دوه فلمونه ليدونکواودسينما دهنرمينه والوته وړاندې کړي چې (چانس ) او( شک ) نوميږي اواوس هم د( رنج زمانه ) په نوم  بل فلم ترلاس لاندې لري چې په دې نژدې ورځوکې  به ليدونکوته دسينما دپردې پرمخ راشي ـ
پېښور کې ددې کمپنۍ مشرې مېرمن فرخزادوويل چې دوی په ډېروکموامکانوتوبياهم په دې توانيدلي چې دستونزو
سره سره بياهم دکډوالۍ دژوند په اړه خپلوهيوادوالوته فلم جوړکړي اووړاندې يې کړي هغې وويل (( مانه تنهادقسمت تهيه يک فلم بامشکلات مواجه هستيم بلکی درين ديارهجرت اماده ساختن يک دختر درول مرکزي
يا به استلاح پيدانمودن دخترفلم برای ماعمدترين ومهم ترين مشکل است )) هغې وړاندې وويل چې افغانې نجونې دې کارته غاړه نه اږدي اوپاکستانۍ جونکۍ بياپه فارسي يا دری ژبه نه پوهيږي ـ
ددې فلم جوړولوکمپنۍ په يوسينمايي اويا ويديويي هنري فلم باندې څومره پيسې مصرفوي ددې پوښتنې په ځواب کې مېرمن فرخزادبينوا ته وويل (( بالای يک فلم تقريبا پنج لک ،شش لک کلدارمصرف ميايد واين طالع وقسمت است بعضی وقت فايده دارد وبعضی اوقات نقصان )) هغې زياته کړه چې دوی د(چانس )په فلم کې هيڅ ګټه نه کړې ـ
ولې دوی ته دفلم لپاره افغانۍ جينکۍ نه وې حاضرې شوې اوده پېښورۍ جينکۍ وې چې له بده مرغه هغوی هم
 په دری ژبه باندې نشوای غږېدلی ـ چې دايوه لويه ستونزه په دې فلم کې وه اودخرڅلاونه پاتې شو ـ
په مارکيټونوکې کوم فلمونه چې دې همدې کمپنيوله خواراوتلي دافلمونه اکثر دکيسي يا سټوري له مخې کمزوري وي دديالوک پرځای ډېره توجه په فلمونوکې  بې ځايه موسيقی ته ورکول شوی چې همدالامل دی ددې فلمونوبازارونه نسبت نوروهنري فلمونوپه وړاندې ساړه بريښي ـ
   وحيدالله شريفي چې په دې کمپنۍ کې اسيستانت اوددې فلمونودايرکترهم دی اوددې ترڅنګ يې په دې فلمونوکې
دلوبغاړي په ډول راښکاره شوي بينواته  ته وويل (( باوجودمشکلات تخنيکي ونداشتن وسايل پيشرفته توانستيم
علاقمندي تماشاچيان خودراباداشتن سناريوی خوب جلب نمايم البته فلم های ساخته شدی ما انکاس دهنده زندګی
ديارهجرت بوده است )) نوموړي وويل چې دوی په خپلوفلمونوکې دکډوالۍ دژوند ستونزې انعکاس ورکړی دی اوهمداوجه ده چې ددوی فلمونه لږڅه خلک خوښوي ـ
داچې داکمپنۍ به څخه وخت بيرته خپل هيوادته ستنيږي اوخپل کاراوفعاليت به ترکومې دلته دکډوالۍ په ژوندکې
دډېروستونزوبه درلودلوسره ادامه ورکوي
دفرخزاددکمپنۍ مشرې مېرمن فرخزادبينوا ته وويل (( ارزومندهستيم که شرايط سهولت فلمسازي درداخل کشور
خاصتا برای طبقه اناث مساعدګرددتاما درشرايط کاملا امنيت کاری خويش رادرداخل کشورادامه داده ومسدرخدمت هموطنان خويش ګرديم ـ))
په پاکستان کې د فرخ زاد فلم کمپنۍ ترڅنګ د ګوتو په شمېر ځيني نورې کمپنۍ هم په ورته کارونو بوختې دي -دوی که سناريو ليکونکي ،کمره مينان او نارينه ستوري لري خو ترڅنګ يې دا شکايت هم لري چې د فلم د نجلۍ د رول د لو بولو لپاره هيڅ څوک ورته غاړه نه ږدي ـ حميرا يوه افغانه رقاصه ده چې د نازيه اقبال د سندرو سره د يو شمېر نورو نجونو په منځ کې نڅا کوي ـ نوموړې بينوا ته وويل (( زه په فلم کې کار نه کوم ځکه چې دې سره د سړي نوم بديږي )) خو د فرخ زاد فلم کمپنۍ ډايريکټر وحيد الله شريفي ته دا خواب د قنا عت وړ نه ښکاري هغه وايي ((په فلم کې په رول لوبولو يوه نجلۍ نه بلکه د سندرو سره په نڅا کولو بد ناميږي ))


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery