هایبرنیشن (Hibernation) کله چي فعاله وي ، اود کمپيوټر څخه دیوې مودې لپاره کار نه اخلئ نو په اتومات ډول ګلیږي ، ټول هغه مالومات او پروګرامونه چي تاسو دکمپيوټر پرصفحې خلاص پرې ایښي وي ، هایبرنیشن ئې دهارډدیسک په حافظه کي ذخیره کوي او کله چي کمپيوټر د هایبرنیشن له وضعیت څخه راووځي ، ټول پروګرامونه او مالومات بیرته ستاسو حضور ته ښکاره کوي .
هایبرنیشن دکمپیوټر د RAM په اندازه فضا استعمالوي د هایبرنیشن د نه فعالېدو لپاره ، ستاسو پام ودې لاندي مطلب ته رااړوم :
که تاسو د وینډوز په Cډرایو کي د hiberfile.sys په نامه فایل په پټو فایلونو کي درلود، په دې مانا ده ، چي هایبرنیشن مو فعاله دئ .
دغیره فعاله کولو لپاره ئې دغه کار ترسره کړئ :
۱:- کنټرول پانل له سټارټ مېنو څخه راخلاص کړئ .
۲:- دکنټرول پانل څخه د Power Option پروګرام راخلاص کړئ .
۳:- د PowerOption کړکۍ څخه د Hibernate ټوپ انتخاب کړئ .
۴:- د Hibernate لاندي خوښبکس څخه د ټیک مارک علامه لیري کړئ .
۵:- د Apply او بیا د Ok تڼۍ ته فشار ورکړئ .
تېمورشاه یوسفزی
نېټه
۲۰۱۰/۰۲/۱۵