مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-16   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

NewYorkTimes: استخباراتو ملابرادر توقیف کړ

سرچینه: د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي نن خبر ورکړ چې د پاکستان او امریګا استخباراتو د طالبانو ټاپ قوماندان ملا برادر اخند د تیرې اونۍ په چهارشنبې ورځي په کراچۍ ښار کې نیولی دی .

ورځپاڼي له یو شمیر نوم پټو مقاماتو په نکل  وویل چې ملا برادر د ګډو پټو عملیاتو پر مهال له یوه کور څخه توقیف کړی دی.

د  امریکا د دولت چارواکو نیویارک ټایمز  ته ویلي چې ملا عبدالغني برادر له ملا عمر را ښکته د طالبانو دوهم مشر وو چې په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ پر مهال د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال په توګه دنده تر سره کړي وه.

امریکا ملا برادر د طالبانو عمده کس بولي او وایې چې د  څو ورځو لپاره د پاکستان په توقیف کې ساتل شوی وو او ګډو استخباراتو ترینه هملته پوښتني پلټني کولي.

ورځپاڼه کاږي چې ملا برادر اخند د سپټمبر تر بریدونو دمخه د اسامه بن لاډن نږدې سلاکار وو او دواړو به په ګډه عملیات پلانول او مالي سرچینې یې به یې ورته برابرولي.

سرچینو دا ندي ویلی چې ملا برادر د کراچۍ ښار په کوم ځای کې نیول شوی خو تمه لري چې د هغه نیول کیدل به د طالبانو د نورو کلیدي مشرانو له نیولو سره ډیره مرسته وکړي.

د امریکا د استخباراتو د ادارې یوه پخواني مامور بروسي او ریډل ویلي چې د ملا برادر نیول به د طالبانو په جګړې په لنډ مهال کې اغیزي ولري،  بروسي یو له هغو کسانو  څخه وو چې په افغانستان او پاکستان کې یې اوبهاما ته یې د پالیسۍ د بیا کتو مشوره ورکړي وه.

نیویارک ټایمز وایي چې دغه خبر یې د ملابرادر تر توقیف یوه ورځ وروسته تر لاسه کړی وو خو  د سپینې ماڼۍ د غوښتني سره سم یې تر نن ورځي پوري ځنډولی وو.

سپینې ماڼۍ ویلي وو چې ښایې د څو ورځو په تیریدو له ملابرادر څخه د طالبانو د نورو کلیدي  مشرانو د نیول کیدو په باب معلومات تر لاسه کړي او که چیرته دغه خبر رسنیو ته ورکړي نو  ښایې طالب مشران خپل پټن ځایونه بدل کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکايی چارواکي په دې باور دي چې ملا برادر په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو د سم سمکي او قوماندې سربیره د کویټې د شورا مشري هم کوي هغه شوراه چې  غړي یې اکثراً دپاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې ژوند کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان استخباراتو له ملابرادر څخه د  تحقیق مشري کوله خو د امریکا استخبارات هم په دغه تحقیق کې شریک ول.

سرچینو له ملابرادر څخه د تحقیق د ډول په اړه څه ندي ویلي.

د پاکستان  استخباراتو دا خبرونه بي اساسه بللي چې د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره همکاري کوي.

امریکا په دې باور ده چې لا هم د پاکستان څارګره اداره د طالبانو له یو شمیر عناصرو سره مالي او استخباراتي مرستي کوي او دا ځکه چې طآلبان د هند لپاره د ځان په ګټه غنیمت بولي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery