د افغان کډوالو مېرمنو په ژوند جوړشوى نوى مستند فلم پېښور کې نندارې ته وړاندې شو يوې پاکستانۍ پښتوژپې فلم جوړونکې ثمرمن الله د(درپه در) په نوم يومستندفلم دافغان کډوالومېرمنوپه ژوندجوړکړى
دزمري ٥مه
پېښور :: ننداره
يوې پاکستانۍ پښتوژپې فلم جوړونکې ثمرمن الله د(درپه در) په نوم يومستندفلم دافغان کډوالومېرمنوپه ژوندجوړکړى دزمري په ٣مه دپېښورپرس کلب کې دخبريالانوپه وړاندې نندارې ته وړاندې کړ په دې مستندفلم کې دافغان کډوالومېرمنودژوندترخې شپې اوورځې انځورې شوې دي نوموړى فلم صوبه سرحدکې دافغان کډوالوپه بيلابيلوکيمپونوکې اودکوهاټ په شين ډنډ په کيمپ کې ډک شوى چې ډېرې تراژيدي اوخندونکي صحنې لري
ددرپه درفلم په ليدوکه هرڅومره سخت زړى انسان بياهم ژړيږي _په دغه فلم کې افغان مېرمنې په تېرو پنځه ويشتوکالونو کې پرې تيرشوي بد وختونه يادوي _ دفلم ليکواله او جوړونکې ثمر من الله وايي په نزدې راتلونکې کې به کاپل ته لاړه شي او هورې به خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي _ نوموړې بې نوا ته وويل (( ما د افغان مېرمنو په ژوندباندې پخوا هم ډېرې ليکنې کړي ...خو دا مې لومړى مستند فلم دى خو غواړم چې د افغانانو په ژوند باندې نور مستندفلمونه هم جوړ کړم _)) نوموړى فلم چې په درې پنځوسو د قيقو باندې اډاڼه لري د وياندې ژبه پکې انګليسي ده خو افغان مېرمنې پکې په پښتو ژپه خبرې کوي _ ثمر من الله د امريکا په يوپوهنتون کې د (ايم فل )ډيګري اخيستې اوله درپه در نه وړاندې يې په سوره اونورو پښتنو دودونو باندې ځيني نور مستند فلمونه هم جوړ کړي دي _ نوموړې بېنوا ته وويل (( په پاکستان کې هم دا اوس دافغان مېرمنو ژوند د اندېښنې وړ دى _ اوددرپه در په شان مستند فلمونه دنړېوالو پاملرنه ددوى لوري ته اړولى شي