مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

washingtonpost: د اسرایلو استخبارات، د دوبۍ ماموریت

 د موساد ریس د دوبۍ د قتل په اړه استعفا نه کو

سرچینه: د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼه


رپوټ:  ډن ویلیمز


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

بیت المقدس:  د اسرایلو د استخباراتي ادارې موساد مشر میردګان داسي تصمیم نلري چې په دوبۍ کې د حماس ډلي د وتلي قوماندان د ترور د حادثې په اړه چې ویل کیږي د موساد اداره یې تر شا وه خپله دنده پریږدې.

د دوبۍ د پولیسو مشر پرون وویل چې د اسرایلو استخباراتي اداره موساد د محمود المبهو په قتل کې ۹۹ فیصده لاس لري.
د اسرایلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو تر اوسه پوري د دوبۍ د پولیسو د  مشر د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ ندی روښانه کړی.

واشنګټن پوست ورځپاڼي ویلي، هغو کسانو چې المبهو د دوبۍ په یوه رستورانت کې ترور کړ د اروپا پاسپورټونه درلودل خو وروسته روښانه شوه چې دغه پاسپورټونه تول جعلي وو نه اصلي.


د دوبۍ پولیسووویل چې دغه قتل د څو تنو اسرایلیانو له لوري تر سره شوی چې د اروپا په جعلي پاسپورټونو عربي متحده اماراتو ته داخل شوي ول.


واشنګټن پوست لیکي چې د موساد ادارې په مشر ښاغلي دوګان فشارونه زیات شوي ول چې باید د دوبۍ په حادثه کې د اسرایلو تر نامبدۍ وروسته خپله دنده پریږدي هغسې چې  په کال ۱۹۹۷ کې د دغې ادارې یوه بل مشر په اردن کې د یوه بل کس د ترور ناکامه هڅه کړي وه.


د اسرایلو د حکومت یوې سرچینې واشنګټن پوست ته ویلي چې ښاغلی دوګان به د خپل ماموریت تر بشپړیدو دمخه استعفا ورنکړي او اوس د استعفا لپاره کوم تصمیم هم نلري.


واشنګټن پوست لیکي چې د اسرایلو د استخباراتو د مشر استعفا به د دغې ادارې له لوري په دوبۍ کې د حماس د ډلي د قوماندان د وژلو  د دسیسې د پلان ثبوت وي.

ورځپاڼه لیکي چې د دوبۍ پولیسو د هغه هوټل خونه یوه اونۍ وروسته تر هغه بیرته پرانیسته چې د حماس په غوښتنه د دوبۍ پولیسو د دغه مرموز قتل څيړنه شروع کړه.

 

د اسرایلو د استخباراتو مشر میردوګان په ۲۰۰۲ کال کې د دغې ادارې مشرۍ ته وټاکل شو او د هغه په کاري لومړیتوبونو کې له هیواد څخه بهر داسرایلو د دښمنانو ټکول په ګوتو شوې دي او نوموړی به اته کاله په دغه دنده پاتې شي .
ورځپاڼه داسرایلو له استخباراتي منابعو څخه په حواله لیکي چې د دغه هیواد لومړی وزیر بینایمین نتانیاهو د حماس، حزب الله، سوریې او ایران د هغو عناصرو پر ضد د دوګان د کارونو ستاینه کوي چې ټاکل شوي ده د اسرایلو له لوري ترور شي.
په دغو څیرو کې یو هم د حماس برجسته قوماندان محمود المبهو وو چې  په دوبۍ کې د اسرایلو د استخباراتي ادارې( موساد ) له لوري ترور شو.
د اسرایلو حکومت ته ملي لومړیتوبونه یعني د خپل ملت د دښمنانو له مینځه وړل ډیر مهم دي.


خو اوس باور کیږي چې د موساد اداره د جرمني، فرانسې، بریټانیا او ایرلنډ همکارو استخباراتي ادراو سره هم نږدې اړیکي لري په دې چې د دغو هیوادونو جعلي پاسپورټونه د دوبۍ په ماموریت کې کارول شوي ول.


که څه هم دغو اروپایې هیوادونو دا مسله رد کړه چې د دوي پاسپورټونه د دوبۍ په ماموریت کې کارول شوي ول خو دا مهمه نده ځکه چې په دغه ماموریت کې د دغو هیوادونو د نوم اخیستل دا په  ډاګه کوي چې موساد اداره په یادو ملکونو کې پراخ استخباراتي شریکان لري.


اسرایلو په اردن کې هم ورته ترور تر سره کړی وو.

که څه هم اسرایل له اردن سره اوس ښې اړیکي لري خو له عربي متحده اماراتو سره هیڅ راز دپیلوماتیکي اړیکي نلري لیکن په سپورټ او تجارت کې بیا  عربي امارات او اسرایل سره تړلي دي.

د سیمې دحالاتو کارپوهان په دې باور دي چې ښایې په دوبۍ کې د اسرایلي استخباراتو دغه عمل له اماراتو سره د اسرایلو اړیکي ترینګلي کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery