مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-22   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

NY Times : د مارجې د اوو لومړیو ورځو تلفات


NY Times : د مارجې د اوو لومړیو ورځو تلفات

سرچینه: د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

نیویارک ټایمز: د مارجې دعملیاتو په لومړۍ اونۍ کې د ناټو په دولسو وژل شویو سرتیرو کې اته تنه یې امریکایان ول.

د امریکا پر تیراژه نیویارک ټایمز ورځپاڼي دغه مطلب د افغانستان په جنوب کې دړ سمندري امریکايي سرتیرو له قوماندانانو به نکل خپور کړی دی.

نویارک ټایمز لیکي چې له امریکایانو بغیر د څلورو نورو سرتیرو په ډله کې یې دری د بریټانیې ول خو یو بل یې تر اوسه ندی معلوم چې دکوم هیواد وګړی دی خو ورځپاڼه خبر ورکړي چې ښایې دا د کاناډا سرتیری وي دا ځکه چې له کاناډا پرته نور بهرني سرتیري په دغو عملیاتوکې ښکیل ندي.

په داسي حال کې چې د جګړې ځیني قوماندانان د مارجې عملیات دومدار بولي خو د نړیوالو ځواکونو یوه نطاق ویلي چې په مارجه کې د ملکي ټولنې د جوړلو کار  پیل شوی دی .

دغلته ۸۰ زره کسان اوسیږي چې ناټو غواړي د هغوي ارتباط له طالبانو سره پرې او افغان حکومت ته یې د ملاتړ لپاره را مات کړي.

ایساف نیویارک ټایمزته ویلي چې دمګړۍ په مارجه کې دوه ښونځي چې د طالبانو له لوري تړل شوي ول بیرته د زدکونکو بر مخ خلاص شوي دي.

د مارجې عملیات چې د جنرال مک کریسټال د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده په  ترځ کې به یې دغلته له خلکو سره همکاري او د هغوي د اقتصادي ودې لپاره کار پیل شي.

نیویارک  ټایمز لیکي چې په خلاص شویو ښونځیو کې په هره یوه کې ۲۵ پینځه ویشت زدکونکي د اوس لپاره زدکړې کوي خو ښایې د امنیت په بشپړ راتګ سره دغه شمیره سلګونو ته ورسیږي.

ناټو ویلي چې دمګړۍ یې په نادعلي ولسوالۍ کې د کار په مقابل کې د پیسو ورکولو د پروګرام له پیل سره سم ۲۵۰ کسانو ته کارونه پیدا کړي دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ په مارجه کې د بریټانوي سرتیرو قوماندان جنرال نیک کارتر د یوه ویدوي کنفرانس له لاري په بریټانیا کې دفاع وزارت  ته وویل چې ښایې د مارجې عملیات له ۲۵ څخه تر ۳۰ ورځو پوري وخت ونیسي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery