مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-23   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دتخار ولایت دمیرمن کلتوري بهیر د دویمې غونډې رپوټ

مرغلره (منگل)


نن شنبه د 1388 هـ لمريز کال د کب د مياشتې لومړۍ نيټه چې د (2010) ميلادی کال د فبروری له 20 نيټې سره سمون لری دتخار ولایت دميرمنو ټولنيز کلتوری بهير د تخار په مرکز تالقان ښکلی ښار کې غونډه وکړه.

په دې ادبي غونډه کې تقريباً 30 تنو ځوانو پيغلو او ميرمنو گډون کړی ؤ.
ددې غونډې رئيسه د تخاردمیرمن بهیر مسؤوله اغلې عزيزه (ناصري) او ددې غونډې منشی اغلې مرغلره منگل وه.

په دې غونډې کې په تخار ولایت کې دمیرمنو له خوا د فرهنګي فعالیتونو په پیاوړتیا ټینګار وشو او دپښتو ژبې داثارو د راټولولواو لیکلو په برخه کې خویندو ته دندې وسپارل شوې او ګډونوالو خپل نظريات سره شريک او د دغه ارمان د سرته رسيدو په خاطر يی خپل ملاتړ څرګند کړ.

 دتخار دمیرمن بهیر پدې غونډه کې په رسمی بڼه دغو خويندو ګډون درلود:

1.       عزيزه (ناصري)                       12.   شينکۍ (اورياخيل)

2.       ناهيد (هوتک)                                13.   نوريه (باجوړۍ)

3.       جميله (آوری)                                14.   شازيه (اورياخيل)

4.       خورشيد (خوشحال مومند)          15.   ذکيه (ابراهيم خيل)

5.       پلوشه (ناصري)                       16.   زرلښته (اورياخيل)

6.       بهشته (هوتک)                        17.   گلبشره (اورياخيل)

7.       غاټوله (ملیزۍ)                        18.   سکينه (فيضي)

8.       ليمه (ناصري)                         19.   ستوری (منگل)

9.       کامله (وفا)                           20.   ضيا جان (مومند)

10.         مرغلره (منگل)                       21.   فريده (غوثي)

11.         ملالی (مياخيل)                       22.   زِينب (اشرفي)

او همداسې دغو خويندو د اجمل خټک د پشتنو لوی شاعر، اديب او ملی مبارز د مريني له کبله خپل ژور خپګان څرګند او د هغه سپيڅلې روح ته ئې دعا وکړه.

او هم د ارواح ښاد حمزه شينواری د پښتو ملي شاعر اديب او ليکوال د (16) تلين په اړه ئې د هغه روح ته هم دعا گانې وکړې او د دغه لوی مبارز په پله ئی قدم ايښودل خپله تګلاره وبلله .

دتخار دمیرمن کلتوري بهیر غونډه دکابل دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له اوونیزې غونډې سره په یوه وخت کې جوړه شوې وه.چې دتخار غونډه دمرکزي بهیر له غونډې سره دټیلفون په لیکه یوځای شوه او آغلې عزیزې ناصري په تخار کې دمیرمنو له خوا دفرهنګي فعالیتونو دپیل رپوټ وړاندې شو.

 په کابل کې دافغانستان دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرخویندو دتخار دمیرمن بهیر غړو ته بشپړ ډاډ ورکړ چې له دوی سره به دفرهنګي فعالیتونو په پرمخبیولو کې هر راز مرستې کوي او ددوی دلا بریالیتوبونو هیله یې وکړه.

غونډه په دوه بجو پيل او په څلورو بجو پای ته ورسيده

په درناوی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery