دپاکستان ، افغانستان اودکډوالودنړېوالې ادارې دلاسليک شوې معاهدې په اساس د٢٠٠٢م کال څخه د٢٠٠٥ترجولاي پورې 1216587کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي همدارازپېښورکې ددکډوالونړيوالې ادارې
پېښور: ننداره
دپاکستان ، افغانستان اودکډوالودنړېوالې ادارې دلاسليک شوې معاهدې په اساس د٢٠٠٢م کال څخه د٢٠٠٥ترجولاي پورې 1216587کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي همدارازپېښورکې ددکډوالونړيوالې ادارې چارواکوبينواته وويل (( په ٢٠٠٢کال کې ١٥٦٨٦٤کسان چې ٢٨٢٩٢٧کورنۍ اوپه ٢٠٠٣کال کې ٣٣٨٣٩٠کسان چې٦١٦٣٢کورنۍکيږي اوپه ٢٠٠٤کال کې ٣٨٤٠٣٢کسان چې٦٦٩٧٣کورنۍ کيږي اود٢٠٠٥کال دجولاي
٢٦پورې٢١١٢٣٨کسان له ټول پاکستان نه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي )) ديواين ايچ سي ارچارواکوپه وينا سږکال دصوبه سرحدنه ١٢٥٩٢٣کډوال دپنجاب نه ٢٣٠٦١کډوال دسندنه ٦٨٣٦کډوال اودبلوچستان نه ٥٥٤١٨کډوال افغانستان ته بيرته ګرځيدلي دي _ په پېښورکې دکډوالودادارې ويانده وجيهه افضل بينواته وويل (( مونږ دهرستنيدونکي افغان کډوال سره ددرېونه نيولې څلوردېرشوډالروپورې مرسته کوو_)) داچې په پاکستان کې سخته ګرمي ده ، په کيمپونودسيندونواوبه ورختلي اودپوليسوله خوادافغانانوپه نيولوکې زيات والى راغلى نو نودپاکستان نه افغانستان ته دکډوالودبيرته ستنېدنې پروسه ګړندۍ شوې ده _ يوه وروستۍ سرشمېرنه ښايي چې لاهم په پاکستان کې درې مليونه افغانان ژوندکوي