مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-01   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

جهاني : بلي لهجې ته سپکي سپوري ويل خاينانه کړنه ده!

مرکچي: خالد هادي


بله لهجه تر خپلي هغې ناسمه ګڼل او هغې ته سپکي-سپوري ويل خاينانه کړنه ده!
له ښاغلي عبدالباري "جهاني" سره د سورغر ځانګړې مرکه


ښاغلى جهاني، دا چي تاسو زموږ يو فرهنګي وتلی شخصيت ياست او نه يوازي کندهار، بلکې ټوله افغاني ټولنه په تاسو باندي وياړي او د قدر په سترګه درته ګوري، نو د کندهار سورغر اوونيزې په استازيتوب غواړم يادونه وکړم، چې لومړى زيات خوشحاله يم چې نن تاسو جوړ او روغ وينم، ځکه په کندهار کې ځىني آوازي خپرې وې، چي ستاسو روغتيا د اندېښنې وړ ده؛ غواړم په همدې اړه لږ درسره وږغېږم. دويم په کندهار کي د ځينو عمده فرهنګي ستونزو په اړه ځيني پوښتني لرم، چي ستاسو له ځوابونو او توصيې سره يې غواړم، تر څو د کندهار او سيمي تر فرهنګپالو پوري يي وررسوم.
پوښتنه: محترم جهاني صاحب، که په لومړي سر کي د خپلي ناروغۍ او درملني په اړه زموږ لوستونکو ته وواياست، چي اوس مو روغتيايي حالت څنګه دى، ډېره مهرباني به مو وي؟
جهاني: له کليمو څخه مو يوه دنيا مننه، نور نو پاته شوه زما د روغتيا مسئله، د روغتيا مسئله يو څه د اندېښنې خبره ده، مګر له نېکه مرغه په دې وطن (آمريکا) کي چي ژوند کوم، د طبي تسهیلات  وسايل ډېر ښه دي، او بل زما خپل بدني ځواک و، چي ډېر وخت ناجوړ وم، خو اوس مي هم آواز سم دى او هم مي رنګ!... ان شاء الله  مسايل حل دي او دا ګړى هېڅ تکليف نه لرم. دوا هم نه خورم او ډېر وخت کېږي چي پرې ايښې مي ده، ځکه اوس جوړ او روغ يم، نور نو ژوند په باور نه دى. د ډسمبر پر دويمه او درېيمه مي کار شروع کړى دى، تر هغه راوروسته له کاره نه يم پاته شوى او په پرله پسې توګه مي تعقيب کړى دى.
پوښتنه: ډاکټرانو خو به تاسو د ناورغۍ په اړه اندېښمن کړي نه ياست؟
جهاني: نه، دا ګړى خو ما ته ډاکټرانو ويلي دي، چي هېڅ مريضي نه لري، نو د بل وخت تضمېن خو څوک نه شي کولاى، چې څه به پېښه شي! اوس خو لکه مخکي چي مي هم وويل، درمل هم نه خورم او جګ جوړ يم.

jahani

پوښتنه: جهاني صاحب، الله (ج) مو تل همداسي جوړ لره! اوس به د کندهار يو لړ عمده او فرهنګي ستونزو ته لاړ شو؛ په کندهار کي اوس-اوس د فرهنګپالو ځوانانو تر منځ يو لړ ناندرۍ او درزونه رامنځ ته شوي دي؛ ځيني فرهنګي ځوانان د دې پر ځاى چي ملي مسايلو ته ځير شي، د خپلمنځيو شخړو له امله خپل قلم د يو-بل د تخريبولو لپاره کاروي او يا د يو-بل په وړاندي درېږي، چې دې کار په سيمه کي پر فرهنګي هڅو باندي خورا بد اغېز ښندلى دى. غواړم په دې هکله لومړى وپوښتم، چې ستاسو د يوه مشر په توګه په فرهنګي ډګر کې دغسي ځوانانو ته توصيه څه ده او دغه ناندرۍ څنګه ارزوئ؟
جهاني: زه نه پوهېږم، چي د کندهار ځوانان به زما پر سُرنا څومره غوږ ونيسي! يو علت هم ښايي دا وي چې زه پخپله په مات زړه ويلاى شم چې د کندهار خلکو او په عمومي صورت ټولو پښتنو ته په فرهنګي لحاظ يو ډول کمى احساسوم؛ دليل يې هم دا دى چې ښايي ډېر وخت کېږي ليکني مي نه وي کړي، دوى ته مي هېڅ هم نه دي ورلېږلي، په فرهنګي غونډو کې نه يم کښېناستلى، افغانستان ته نه يم ورغلى او په مشاعرو کي مي يې هم برخه نه ده اخيستې، نو زه له دغه فرهنګي حالت څخه کافي زيات ليري پاته شوى يم. کله-کله کوم دوستان ټليفون راته وکړي، کافي زيات يو-يونيم ساعت راسره پر کرښه وي، او همدغه راته وايي چې د فرهنګيانو تر منځ اختلافات موجود دي. زه نه پوهېږم دا اختلافات څه ډول دي؟! اختلاف خو د پيسو په برخه کي امکان لري، قبيلوي دښمنۍ کېدلاى شي او همدارنګه وطني او ملي دښمنۍ هم ځني خلاصي نه وي، مګر د فرهنګي دښمنۍ په برخه کې او بيا په خاص ډول د يوي ژبي د ځوانانو تر منځ ډېره جالبه ده!... زه اصلاً د دې دليل نه وينم، چې اختلاف او يا دښمنۍ دې ولي موجودي وي! که دښمني او يا اختلاف په فکري لحاظ موجود وي، خو دا ايډيالوژيکي مسئله ده. د ايډيالوژۍ په مسئله کې اختلافات موجودېدلاى شي، ځکه د ايډيالوژۍ خبره له سياسي قدرت سره تړلې ده. او که يوازې او يوازې د ژبي مسئله وي، د ژبي په مسئله کې تاسو ته معلومه ده چې کلونه-کلونه کېږي چې دغه مسايل مطرح شوي، خو ما هېڅ ډول ليکنه نه ده کړې، علت يې دا دى چې دا ميدان ما ته خصمانه ښکاري، چي په دي برخه کي خصمانه عمل کول زما لپاره بې اندازې بې منطقي ښکاري، ځکه که زه په يو شي قانع نه يم او يا ښايي په دې برخه کې مي خپل مسووليت کم احساس کړى وي، پخپله مي کوښښ کړى دى، چي له دې ډګر څخه ليري پاته شم. زه ځکه دا بې منطقه بولم چې بېخي ډېر شيان په ژبه کې سړى په ميراث راوړي، مثلاً زه په يوه لهجه باندې خبري کوم، زه يو تورى په (س) سره ليکم، بل څوک کولاى شي ما ورباندې قانع کړي، چې سمه بڼه يې راوښيي، خو که دى پر ما او زما پر لهجه باندې ملنډې وهي او يا ما تهديد کړي، په دې صورت کې زه د يوه پښتانه په توګه سرزورۍ ته ملا تړم او پر خپله خبره باندي زيات ږغېږم او د هغه لهجې ته به بد وايم. په دې حساب ګومان کوم چې هېڅ مسئله نه حلېږي. او که په يوه ښار يا سيمه کي ليکوالان اوسېږي، لکه ما چي مخکي د ايډيالوژۍ، سياسي مفکورو، پيسو او ميراث خبره ياده کړه، دا دښمنۍ ټولې ځاى لري. موږ-تاسو بايد سره کښېنو، ځکه په تېره دېرش کلنه جګړه کې د هېچا مکتبونه دومره نه دي خراب شوي، لکه د پښتنو هغو ته چې تاوانونه رسېدلي دي، او په پښتنو کي بيا کندهار له بده مرغه تر بل هر ځاى ډېره ضربه ليدلې ده. د کندهار مکتبونه، مؤسسې او دولتي ودانۍ خرابې شوې او د کندهار سپين ږيري له منځه تللي دي، نو په دغسې يوه حالت کې به دا بېخي بدمرغي وي، چې زموږ ځوانان سره ليرې وي او په خپلو منځونو کې صميميت ونه لري. زه اصلاً په دې برخه کې د ځوانانو تر منځ اختلاف بېخي بې اساسه بولم، بې له دې چې دغو ځوانانو ته سړى د ورور په حيث توصيه وکړي، چې دا مسئله بېخي د اختلاف وړ نه ده، نور هېڅ نه شي ويل کېدلاى!...
پوښتنه: جهاني صاحب، لکه څنګه چې تاسو وويل، د ځوانانو تر منځ اختلافات پېښېداى شي، په دې اړه غواړم وپوښتم، چې په تېرو ټولټاکونو کې په ټوليزه توګه او خاصتاً په کندهار کې فرهنګپال پر دوو برخو ووېشل شول، ځينې کسان د کرزي شا ته ودرېدل او زياترو يې د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ، وروسته يې د يو-بل په وړاندې سپکې-سپورې ويلې او دا سپکې-سپورې مطبوعاتو ته راووتلې، حال دا چې ټاکنې تېرې شولې او نن اشرف غني بېرته د پردې تر شا له کرزي سره همکاري کوي، خو د فرهنګپالو تر منځ دښمني لا هماغسې پر ځاى پاته ده؛ آيا په داسې کړنو فرهنګ تر سياست قربانول نه دي او يا آيا ليکوال ته ښايي چې په فرهنګي ډګر کې يو د بل په مقابل کې ودرېږي او يو د بل پر شخصيتونو تېري وکړي؟
جهاني: زما په عقيده د انتخاباتو په ميدان کې هر چا ته د رايې ورکولو حق ورکول شوى دى، رايه د يوه انسان طبيعي حق دى، نو څوک چې خپل کانديد ته رايه ورکوي، د هغه کانديد په اړه د رايې د اظهارولو لپاره هر څوک د ليکنې حق لري، خو دا چې پر داسې يوه مسئله باندې څوک په خپلو کې سره لېرې کېږي او اختلافات يې تر منځ پيدا کېږي، چې مثلاً فلانى ولې د اشرف غني پلوى دى او فلانى ولي د کرزي طرفداري کوي، دا بالکل تر حد تېرى دى! ما پخپله هېڅ ډول سياسي موضع ګيري نه ده کړې. کله چې د افغانستان د انتخاباتو مسئله راغله، ما ته اشرف غني ايماناً هغه وخت لايق ترين سړى معلومېدى او اوس هم په پښتنو کې تر ټولو لايق سړى راته معلومېږي، نو ما د اشرف غني د بريالي کېدو په خاطر ليکنه وکړه او خپله مې هم په ښکاره ډول د هغه پلوي اعلان کړه، ځکه هغه مې په ټولو پښتنو کې پوه او مستحق سړى باله او اوس يې هم بولم. له بلې خوا لکه څنګه چې د کرزي له حکومت څخه خلک، غربيان، سياسي مبصرين او مطبوعات ناخوښه وو او ټولو ويل چې د کرزي حکومت له فساده ډک دى او ټول جنګسالاران يې پر ځان راټول کړي دي، نو زه هم په دوى کې يوازېنى او وروستى کس نه وم، چې ما وويل د کرزي حکومت له فساده ډک حکومت دى او پخپله کرزى کمزورى سياستمدار او کمزورى مشر دى، نو د دې موضع ګيري حق زما سره موجود دى، ځکه نو هېڅ ليکوال حق نه لري چې زما سره له همدې امله مدعا او دښمني وکړي.
پوښتنه: جهاني صاحب، په کندهار کې يو بل درز، چې د ځوانانو تر منځ د بې اتفاقۍ لامل ګرځېدلى، هغه پر لهجوي ژبو ناندرۍ دي، چې له بده مرغه ځينې غيرمسلکي پوهان په خپلسري ډول اوس زيات لمن ورته وهي، او دې ستونزې ځينې کندهاري ځوانان هم ځپلي. يو وايي زه يې ښه ليکم او ستاسو هغه غلط دى، بل وايي (س) سهي دى او (ش) غلط، او نور ډېر مثالونه يې شته، دغسې جنجالونه د يوه ولايت د ځوانانو او فرهنګپالو په منځ کې څنګه ارزوئ، آيا موږ ته ښايي چې د نورو لهجو پېښې وکړو، او که د خپل کور-کلي لهجه خپله کړو، په دې اړه که نظر راکړئ!
جهاني: د پښتو په برخه کې چې دغه ډول اختلافاتو ته لمن وهل کېږي، په عمومي صورت د پښتو په تاوان ده. ما څو ورځې وړاندې په يوه مجلس کې برخه اخيستې وه او دوستانو ته مې ويل چې الفت صاحب مې هم له نږدې پېژانده، او له بېنوا سره مې هم اړيکې درلودې. الفت صاحب تر مرګه پورې د ونې تر سيوري لاندې مڼې خوړلې او بېنوا تر مرګه پورې د درختې تر سيوري لاندې سېب خوړل. يو و بل ته يې بشپړ احترام درلود، پر يو-بل باندې يې په ژوند کې ليکنې نه وې کړې، د يو و بل په درد باندې دردمن وو او د يو و بل په خوشحالي باندې خوشحاله وو. که چېرې په (ي) ګانو، (سو) او (شو)، (کې) او (کښي)، او يا په (چي) او (چې) کې اختلافات موجود وي، هغه د زور له لارې نه شي حلېدلاى! دا د زور کار نه دى، څوک چې په دې برخه کې له زوره کار اخلي، يا د يوې لهجې خلک د بلې لهجې پر خلکو بد وايي، دا خبره زما په نظر خيانت دى او کوونکى يې خاين دى، دغسې کسان د پښتنو ريښې ورکاږي او که څوک دا کار په غيرشعوري ډول کوي، هغه جاهل دى او همدغه راز په پښتو کې درز پيدا کول د جاهلانو او خاينانو کار دى. زه حق لرم چې پر (سو) او (شو) باندې کتاب وليکم، خو د دې ليکنې يوازې او يوازې مطلب بايد همدغه وي، چې زه خپلو وړونو ته وښيم چې (شو) ښه دى او که (سو)، او که دواړه سهي دي. خو که مې له دې څخه مطلب د بلې لهجې او يا مخالفينو توهينول، سپکول او دښمني کول وي، نو دا خاينانه عمل دى؛ له دې کار څخه بايد سړى ځان وژغوري.
پوښتنه: ښاغلى جهاني صاحب، يوه بله پوښتنه مې دا ده لکه څنګه چې زموږ ځينې پوهان پر خپل سر لګيا دي په انفرادي توګه له ځانه لغات جوړوي، تر څو د دوى په وينا ژبه سوچه کړي، دغه بدرنګه بهېر اوس د کندهار تر ځوانانو هم رارسېدلى دى او ځينې ځوانان چې نورو ته ځان وښيي، دغه بدخونده لغتونه په خپلو خبرو کې کاروي، حال دا چې په لرغوني پښتو او يا زموږ په کور او کلي کې عام لغتونه موجود دي؛ دوى هغه په لوى لاس شا ته غورځوي، چې دې کار هم ځينې ليکوالان سره وېشلي او بې اتفاقي يې رامنځته کړې ده، په دې اړه مو د کندهار فرهنګپالو ته وړانديز څه دى؟
جهاني: زه په دې عقيده يم، چې په مجلسونو کې مې هر وخت ويلي، چې زه په هغه ژبه ليکنه کوم چې مور مې راښوولې ده، او نورو ته مې هم دا توصيه ده، چې په هغه ژبه ليکنه وکړي چې مور يې ورښوولې وي. زموږ خلک کافى بېسواده دي او هغه چې باسواده دي، هغوى له ليکنو سره ډېره لږه علاقه لري، په دغه کمه علاقه او دې بېسوادي کې موږ د دې پر ځاى چې دوى ته سمه لار وښيو، موږ دوى مشکوک کوو او اصلي لار ځنې ورک کوو، چې دا زما په نظر ډېره بده او غټ ظلم دى. دا کار يو خاص صلاحيت غواړي، هر څوک يې نه شي کولاى، ځکه دا يو داسې کار دى چې په برخه کې يې بايد زياتې زدکړې او څېړنې وشي. مثلاً د ځان په اړه درته وايم، چې هېڅکله به لغت جوړ نه کړم او نه به يې هم ځان ته صلاحيت ورکړم، ځکه ما په دې برخه کې زدکړې نه دي کړې. يو وخت په کندهار کې يو هلک پوښتنه راڅخه وکړه، چې د قلم لپاره بايد کومه کليمه غوره کړو؟! زما يو دم تر خوله ورته راووته، چې ستا مور يې څه شي بولي! بيا زه ووېرېدم، ما ويل هلک دى خوابدى نه شي، ما ويل زما مور يې قلم بولي، زما پلار قلم ورته وايي، مقدسه کليمه ده. نو په لنډ ډول وايم چې که چېرې يوه مرکزي ټولنه، يا يوه اکاډمي او يا هم صلاحيتونه موجود وي او يو لغت تر جوړېدو وروسته د اکاډمي له خوا منځورېږي او وروسته ژبې ته ورولوېږي، ښه خبره ده، خو که نه وي، زه پخپله خو لکه څنګه چې مې مخکې فيصله کړې وه، چې د مور په ژبه باندې ليکنه کوم، نو په دې برخه کې په خپل جانب د هېچا پيروي نه کوم. نو د داسې کسانو لپاره زما توصيه دا ده چې پخپله مورنۍ ژبه دې ليکنه، شعر، ناول او نور هر څه وليکي. که چېرې داسې لغت په ليکنه او يا کتاب کې کارول کېږي، چې هغه په قاموس کې نه پيدا کېږي، نو په يوه داستان باندې به يو څوک څنګه ځان پوه کړي؟ له داستان، ليکنې او يا بل هر مطلب څخه خو خوند هغه وخت خوند اخيستل کېدلاى شي، چې زما په ژبه يې ليکلى او يا ترجمه کړى وي.
پوښتنه: ښاغلى جهاني، وروستۍ پوښتنه به مې دا وي، چې په کندهار کې يو شمېر فرهنګپال ځينې ليکنې په مستعارو نومونو کوي، تر څو د يوه بل ليکوال په وړاندې عامه افکار ګمراه کړي، او دغه کار د کندهار په سيمه ييزو مطبوعاتو کې زښت زيات ليدل کېږي، نو په مستعار نوم ليکنه کول او په يوه او بل نامه د شخصيتونو تخريبول او سپکول له اخلاقي اړخه څنګه ارزوئ، په دې هکله مو د کندهار فرهنګپالو ته پيغام څه دى؟
جهاني: ما پخپله له مستعار نوم څخه په پېښور کې کار اخيستى، چې زه مهاجر وم. د ولسمل په نوم اخبار کې مې د (بشير مختار) په نوم مضامين ليکل. هغه داسې فضا وه چې ليکوالانو په خپل نوم ليکنه نه شواى ليکلاى، ځکه په کوڅو او بازارونو کې ترورونه او وژنې کېدې؛ د حکمتيار پلويان جلا ګرځېدل او د رباني طرفداران بېل ليدل کېدل او هلته يې سمې-دمې د انسانانو قصابۍ جوړې کړې وې!! هورې خلک مجبور وو، چې په مستعار نوم ليکنې وکړي، مګر دا چې په يوه سيمه کې نه حکمتيار وي او نه رباني، آرامه فضا وي، نو دا د بې زړه خلکو کار بولم، چې دوى مضمون ليکي او دغه شهامت بيا نه لري، چې د خپل ځان او خپل نوم دفاع وکړي، نو هغه د چا خبره، دا ناځوان مردانه بريد دى، چې يو څوک يې پر بل باندې کوي.
مرکه کوونکى: جهاني صاحب، د سورغر اوونيزې، بېنوا ويبپاڼې او د کندهاري ځوانانو په استازيتوب تاسو ته د اوږد ژوند دعا کوم او موږ تل دا وايو چې تاسو زموږ سر او سترګې ياست!... هيله ده چې نور د فرهنګپالو تر منځ شته اختلافات له منځه لاړ شي او يوه ښه او خوندوره د ورورۍ فضا رامنځته شي. ستاسو څخه يوه نړۍ مننه.

jahani

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery