مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-24   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

McClatchy : امریکا په افغان پولیسو ۶۰۰ملیونه ډالر لګوي

 

سرچینه: مکلچي ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د مکلچي ورځپاڼي خبر ورکړی چې د امریکا دولت غواړي په را روان کال کې ۶۰۰ ملیونه ډالر د افغان پولیسو لپاره د مرکزونو او ستیشنونو په جوړولو ولګوي.


د ورځپاڼي په لیکنه امریکا به په دغو پیسو ۲۰۰ مرکزونه افغان پولیسو ته د ملک په بیلا بیلو سیمو کې ودان کړي.


د افغان پولیسو لپاره د مرکزونو د جوړولو پلان د اوبهاما د هغه ستراتیژۍ برخه ده چې وایې  تر ۲۰۱۳ کال پوري به د افغان پولیسو شمیره ۱۶۰۰۰۰ تنو ته ورسوي.


ورځپاڼه لیکي چې د پولیسو په هر  چوڼۍ به ۶ ملیونه امریکايي ډالره ولګول شي او د افغان پولیسو دغه تم ځایونه به د سیمې د پولیسو له چوڼیو سره له هر  لحاظه یو ډول وي.


د امریکا د پوځي انجینرۍ د څانګې په خبر چې هره پوسته به په وایرلسو کامرو او د زیګنال د ورکولو په هغو حسي دستګاوو سمبالي وي چې د بیګانه موجود په راتګ سره به خپل مرکز ته خبر ورکوي.
د امریکا د پوځ د انجینیرۍ د څانګۍ یوه ویاند پاول ګیبلین وویل چې د پولیسو د تم ځایونو دجوړلو لپاره پینځه ډوله اساسي ډیزاینونه موجود دي چې یو بل ته ډير ورته والی لري.


د امریکا د پوځ د انجینیرۍ د څانګۍ ویاند وویل چې دغه چوڼۍ به د امریکايی سرتیرو هغوپوستو ته ورتنه نه وي چې په افغانستان کې یې لري دا ځګه چې افغانان باید وکولای شي چې په اسانۍ  سره د پولیسو مرکزونو ته ورشي او خپلې ستونزې له پولیسو سره شریکي کړي.

د لغمان د پولیسو قوماندان عبدالکریم عمریار مک لچي ورځپاڼي ته ویلي چې دغه ډول د پولیسو ستیشنونه چې حفاظتي دیوالونه او کانکریتي موانع و نه لري زمونږ په درد ځکه نخوري چې ترهګر به پرې په آسانۍ سره بریدونه وکړي او پولیسو ته به مرګ ژوبله واړوي نو د پولیسو مرکزونه باید د امریکایي سرتیرو د پوستو په څير باید ښه ټینګ کلابند شي.


نوموړي خپل شکایت او اندیښنه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  ته ورسوله او زیاته یې  کړه چې د دغو چوڼیو د جوړلو تړون شوی او واشنګټن هم دغه قرار داد لاسلیک کړی دی.
د امریکا د پوځ د انجینیرۍ د څانګې ویاند وویل چې دغه چوڼۍ به د دښمن دسپکو وسلو لپاره مقاومي وي خو د درنو وسلو او موټر بم بریدونو تحمل به ونلري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery