مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-24   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

IRNA: ریګي له اسرایلو،امریکا او اروپا سره اړیکي لرلي

IRNA: د جندالله مشر اسرایلو،امریکا او اروپا سره اړیکي لرلي


سرچینه: د ایران سرکاري آژانس ایرنا


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د ایران د اطلاعاتو وزیر حیدرمصلحي د جندالله ډلي د مشر نیول د سیمې دسولې لپاره یو مهم ګام وبلل او زیاته یې  کړه چې ریګي له امریکا، اروپا ، اسرایلو او د سیمې له یو شمیر نورو ملکونو سره اړیکي درلودي او د هغه نیول کیدو د دغو پټو شیطاني اړیکو څخه پرده پورته کړه.


د ایرانا خبري آژانس د نوموړي تر نیول کیدو وروسته د ایران د اطلاعاتو د وزیر خبري غونډي جزیات په یوه زیږه عنوان درلودونکي مطلب کې خپاره کړي دي.


دغه خبري غونډه چې د ریګي له نیول کیدو څو ساعته وروسته جوړه شوه د اطلاعاتو وزیر پکې وویل: (( د ایران د اسلامي انقلاب د بریالي توب د کلیزې په مناسبت د ایرانیانو مارشونو د اسلامي جمهوریت اقتدار څرګند کړ او دغه اقتدار د جندالله ډلي د مشر د نیول کیدو لامل شو.

نوموړي وویل: (( د جندالله د ډلی مشر نیول کیدو د دغې ترهګري ډلي ماتیدل روښانه کړل، او د دغو ډلو ترهګریز ماهیت ښیې چې دنړۍ زبرځواکي له ترهګرو ملاتړ کوي، له ریګي او هغه ته له ورته نورو ترهګرو سره د امریکې، اروپا اواسرایلو خواخوږي دا ښیې چې دغه زبرځواکي د سیمې د نا امنه کولو لپاره د ترهګرو ملاتړ کوي)).


د  ایران د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل چې د جندالله د ډلي د مشر په نیول کیدو ټول ایرانی ملت خوشهاله دی او لاس ته راغلي شواهد ښیې چې نوموړی د امریکا، اسرایلو او یو شمیر نورو اروپايي  هیوادونود استخباراتو له لوري حمایه کیده.


مصلحي د دغې خبري غونډي په ادامه کې وویل چې د ایران له لوري د عبدالمالک ریګي یو اخیستل شوی عکس ښیې چې نوموړی تر نیول کیدو۲۴ ساعته مخکې  د افغانستان په دننه کې په یوه امریکايي هډه کې وو.


د اطلاعاتو وزیر زیاته کړه چې ریګي له همغه ځایه د ایران د امام زمان ګمنامه سرتیرو تر خپل څار لاندي نیولی وو او کله چې یې غوښتل په یوه الوتکه کې د فارس د خلج پر سر عربو ته واوړي د اتلو ایرانیانو له لوري توقیف شو.
د اطلاعاتو وزیر د جندالله

 ډلي د مشر عبدالمالک ریګي د پیژندګلوۍ کارته ته په اشارې سره وویل چې دغه کارت هغه ته د امریکایانو له لوري په پاکستان کې جوړ شوی دی او هغه په خپل وروستي سفر کې هم له دغه کارت څخه ګټه اخیستي وه.


نوموړي وویل چې ریګي ته د افغانستان پاسپورټ هم د امریکا له لوري جوړ شوی وو او هغه د  تګ را تګ پر مهال دغه پاسپورټ کاراوه.


د ایران د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل چې دوي ته د سیمې یو شمیر استخباراتي سرچینو ویلي چې عبدالمالک ریګي د اروپایې ټولني له یو شمیر غړو سره هم ارتباط لري اوڅو څو ځله ې اروپا ته سفر کړی او په ۲۰۰۸ کال کې یې په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان سره هم کتلي او له هغه سره یې د لوی بلوچستان پر موضوع خبري کړي دي.


ایران ویلي چې په دغو ټولو ناستو کې له ریګي څخه غوښتل شوي چې د ایران د حکومت پر ضد وجنګیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery