واشنګټن پوسټ:امریکا هلمندیانو ته دسراومال تاوان ورکوي
سرچینه: واشنګټن پوست
د زمریالي را لیږنه
واشنګټن پوست ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي چې په هلمند کې د روانو عملیاتو امریکايي قوماندانان هغو افغانانو ته تاوان ورکوی چې په جګړه کې ورته د سر او مال زیان ررسیږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د پوځ هغه قطعات چې د هلمند په ولایت کې د طالبانو سره جګړه کوي، هغو ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې د وراوښتو تاوان ورکوي چې د همدغو قواوو په ډزو کې ورته وراوړوي.
د تاوان د ورکولو د دغې سیستم له مخې پوځ همدارنګه هغو کسانو ته هم تاوان ورکوي چې کورونه او یا جایدادونه یې په جګړه کې تباه کیږي.
د افغانستان په جګړې کې ملکې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتل په سیاسي لحاظ یوه حساسه موضوع ده، او په همدې خاطر د ناټو د قواوو نه غوښتلو شویدي چې په هوایي بریدونو کې او یا نورو حملو ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې تاوان ورکړي.
ورځپاڼه وایي چې ناټو تر ډیره د دغو مرګ ژوبلو پړه په یاغیانو باندې وراچوي ځکه چې هغوي د ملکي کسانو نه د انساسي سپر په توګه کار اخلي او یا د داسې ځای نه بریدونه کوي چې ډیر عام خلک پکې ژوند کوي او دا د ناټو قواوو لپاره ستونزمنه کوي چې د عادي خلکو او یاغیانو تر منځ فرق وکړي.
پوځي قوماندانان وایي چې د مرګ ژوبلو په بدل کې د نقدو پیسو ورکول په افغانسان کې تر ټولو غوره لار ده ځکه چې عام خلک زیات بې وسه دي او په همدې سره به د هغوي غم او خپګان یو څه را کم شي.
ورځپاڼه وایي چې د یوه ماشوم د وژل کیدو په بدل کې به یې کورنۍ ته د 15 سوو ډالرو نه نیولې تر 2500 ډالرو پورې تاوان ورکړل شي، هر ټپي شوي شخص ته به د 6 سوو ډالرو نه نیولې تر 15 سوو ډالرو پورې تاوان ورکړل شي.
او د هر موټر د ویجاړیدو په بدل کې به د 5 سوو نه نیولې تر 2500 ډالرو پورې او د پټیو یا نورو کروندو د له منځه تللو په بدل کې به د پنځوسو ډالرو نه نیولې تر 250 ډالرو پورې تاوان ورکړل شي.
پوځي قوماندانانو ویلي دي چې د همدغه سیستم له مخې هغوي کولی شي چې په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره هم کار واخلي. هغوي به عامو خلکو ته د سړک د غاړې د بمونو او د یاغیانو د ځای ځایږي په اړه معلومات ورکوي