مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-25   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دهندو: دهند اوپاکستان رواني خبري بي ګټي دي.

ژباړه او ترتيب: عبدالمقيم افغان

سرچينه:THE HINDU

دا خبره نن دهندوستان د بهاراتا جاناتا پارټۍ ((B.J.P)) رييس نتين ګادکيري وکړه. نوموړي وويل (( نن دهندوستان په تاريخ کي يوه توره او له شرمه ډکه ورځ ده چي له يوداسي هيواد سره خبري کوي کوم چي په ښکاره د تروريستانو ځاله ده او دهغوي (تروريستانو) ملاتړکوي، پاکستان نشي کولاي چي له سرحد څخه دتروريستانو د را اوښتو مخه ونيسي، ددوي په هيواد کي تروريستان په ازادانه ډول ګرځي دوي تروريستان نشي کنټرولولاي بلکي اجازه ورکوي چي ددوي له خاوري په ګټه اخيستو سره په نورو هيوادو کي ويره او ډار خپورکړي. زه نه پوهيږم چي هغه کوم مجبوريت ده چي هند يي دي ته اړکړي چي له پاکستان سره خبري وکړي.ده وويل زه نه پوهيږم چي ولي زموږدولت له يوه داسي حکومت سره خبري کوي چي هغه ته يي خپل خلک هم غوږ نه نيسي.))
اوزياته يي کړه چي دهنداوپاکستان بي معني خبري نن پداسي حال کي کيږي چي پاکستان له موږ سره په کشمير کي دپردي ترشا په جنګ اخته ده چي په پراخه کچه له پولي نه ترهګر راليږي، او ده پاکستان پدي هم تورن کړچي له لشکرطيبه ،طالبانواوالقاعده سره همکاري کوي .
ګادکيري دپوښتني په ډول وويل څرنګه موږ له داسي يو هيوادسره خبري کولاي شو کوم چي د ممبيي په بريدونوکي لوي لاس درلود دکومو په پايله کي چي له 160 نه زيات وګړي ووژل شول؟
ده دهنوستان دحکومت دا پاليسي چي بايد له پاکستان سره دوستانه اړيکي ولري اولانجي دخبرو له لاري حل کړي وغندله او دايي دوخت ضايع کول او يوبيځايه پروسه وبلله او ددي ټولوپړه يي په هند کي پرواکمن ګوند(کانګريس) ور واچوله او داخطارپه ډول يي وويل ترڅو چي په هند کي کانګريس واکمن وي دکشمير دلانجي حل ناشوني ده.
د(B.J.P) مشر دا څرګندووني پداسي حال کي کړيدي چي تيره ورځ دپاکستان دبهرنيو چاروسکرتر سلمان بشير نوي ډيلي ته راورسيد اونن ددواړو هيوادو(هند اوپاکستان) ترمنځ خبري له 2008 کال دممبيي له بريدونو وروسته پيل شوي.چي موضوعات يي ددواړو هيوادو ترمنځ دباور،ډاډ اودوستانه فضا رامنځته کول، دپاکستان نه دترهګرو ډلو درا اوښتو دمخنيوي لاري چاري او دکشمير دجنجالي اوبو دويش مساله ښودل شويدي. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery