مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-27   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ٌٌWash Independent: ورک کلاشینکوفونه

سلګونه میله کلاشینکوفونه ورک دي


.سرچینه: The Washington Independent


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

واشنګټن انډیپینډینټ امریکایې ورځپاڼي  په خپله ننۍ ګڼه کې د هغو سلګونو  میله کلاشینکونو د ورکیدو په اړه یوه مقاله خپره کړي چې له افغان او امریکایې  ځواکونو څخه د امریکا امنیتي قرادري کمپنۍ بلک واټر تر لاسه کړي وو.
ورځپاڼه کاږي چې جالبه خبره خو دا ده چې دغې  امنیتي کمپنۍ د دغو کلاشینکوفونو د تر لاسه کولو پر وخت خپل اصلي نوم نه بلکه د سوت پارک په نامه یو تقلبي نوم کارولی دی.


ورځپاڼه کاږي چې د امریکا د ثنا د وسله والو ځواکونو د کمیټې له لوري یو تر سره شوی تحقیق ښيي چې بلک واټر امنیتي کمپنۍ په افغانستان کې په زرګونو میله وسله چې تر ۵۰۰ میله ډیره یې کلاشینکوفونه دي د امریکا له یوې زیرمې څخه په دې پلمه اخیستي چې پرې افغان پولیس تجهیزوي او د دغه قرار داد لپاره یې د امریکا له دفاع وزارت سره د سوت پارک نوم کارولی په داسي حال کې چې دا یو بربنډ تقلب دی.


د امریکا د ثنا د وسلوالو ځواکونو د کميټې مشر سناتور کرلیفن ویلي چې له بلک واټر څخه به  په دې باب جدي تحقیق وشي.


د نوموړي پر وینا چې بلک واټر په دې اړه دوي ته غلط نوم ورکړی او دروغ یې ورته ویلي چې دا یوه لویه تیروتنه ده .


ورځپاڼه لیکي چې کله له بلک واټر څخه د دغې جدي سرغړوني په اړه پوښتنه وشوه دغې  کمپنۍ یو شمیر وسلي بیرته افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته وسپارلي خو دیر یې لا هم نه افغان دولت ته سپارل شوي او نه هم د امریکا نظامیانو ته .


بلک واټر کمپنۍ دغه وسلې په دې پلمه اخیستي وي چې افغان پولیسو ته یې تر روزنې وروسته سپآري.

دغه کمپنۍ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پوځي قراردادونو له مخې چې د امریکا له  اردو سره یې لري د افغان کورنیو ځواکونو په تجهیز او روزنه بوخته ده .


د ثنا د پوځي کميټي مشر وویل چې په سلګونو میله وسلې لا هم د امریکا ګودامونو ته ندي انتقال شوي .
ورځپاڼه کاږي چې دا لومړی ځل ندی چې بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ دغسي تیرروتنه کوي بلکې څو ځله یې د امریکا قوانین مات کړي دي.


واشنګټن انديپینډینټ ورځپانه وایې چې بلک واټر کمپنۍ په عراق کې هم په سلګونو میله سپکې او درنې وسلې د امریکا له اردو څخه د خپلو عملیاتو د تقویې لپآره تر لاسه کړي وي خو وروسته وموندل شوه چې ډیري دغه وسلې په تور بازار کې خرڅي شوي او کردي یاغیانو ته رسیدلي چې د عراق د حکومت او امریکې پر ضد ترینه په عراق کې کار اخلي.


اوس ورته ویره د افغانستان په برخه کې هم رامنځ ته شوي چې ښایې بلک واټر دغه وسلې په طالبانو خرڅي کړي وي او طالبان به پرې د رژیم پر ضد ګټه اخلي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery