دخپریدو نیټه : 2010-02-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوي ډيلي په کابل کي د۹تنه هنديانوپه وژلو خواشيني ښودلي.
ژباړه اوسمونه: عبدالمقيم افغان
سرچينه:Indian Express
دکابل په زړه (نوي ښار) پروني بريدونو کي چي په هغه ميلمستونونو ترسره شول چيرته چي ډيري بهرنيان اوسي لږ ترلږ 16 تنه ديوه ايټالوي ډيپلومات يوه فرانسوي سيلاني او د نهه تنه هندي وګړوپه ګډون ووژل شول.
دهندوستان دبهرنيو چارو وزير(ايس ايم کريشنا) پدي اړه وويل: دلمړنيو معلوماتو په اساس چي موږته دافغان حکومت لخوا راکړل شوي دتيري ورځي په تروريستي بريدونوکي لږترلږه نهه هندي وګړوخپل ژوند له لاسه ورکړي او ډيري نور يي ژوبل شوي چي تر درملني لاندي دي، که لازم وبلل شي ژوبل شوي هنديان به دښه درملني په موخه هند ته را وليږدول شي. کريشنا دا يوه وحشي حمله وبلله چي دده په وينا ددي حملي تر شا هغه څوک لاس لري چي د افغانستان او هند ښي اړيکي نه غواړي.
د هندي ادارو په خبره چي په پروني بريدونو کي 12 تنه هنديان ژوبل شوي او نهه تنه نوريي وژل شوي چي په وژل شويو هنديانو کي طبي کارکوونکي او په افغانستان کي دهند دسفارت غړي هم ووچي د کندهار او هرات په قونسلګريو کي په دنده بوخت وو، ديوه ژوبل شوي هندي ډاکتر له خولي چي د تيري ورځي دبريدونو موخه هندي وګړي وو.
دانډيان ايکسپريس په حواله چي دا بريدونه افغان ولسمشر حامد کرزي هم غندلي او دايي وحشيانه کړني بللي چي ملکي وګړي پکښي وژل شوي او کرزي دا هم ويلي چي دا ډول بريدونه به دهند او افغانستان پرښه اړيکو بده اغيزه ونلري.
انډيان ايکسپريس زياتوي چي دتيري ورځي بريدونه دکومو په پايله کي چي هندي وګړوته هم درنه مرګ ژوبله واوښته دهندوستان لمړي وزير من موهن سينګ هم دا بريدونه وحشيانه بللي او په کلکه يي غندلي دي اود هندي خدمت کارانو او ملکي افغانانو په وژنه يي ژوره خواشيني ښودلي،او يوځل يي بيا پردي ټينګار کړي چي دا ډول بريدونه به د هند اوافغانستان پر اړيکو بده اغيزه ونکړي.
ديادوني وړده چي دا د2008 کال له بريد نه وروسته چي 60 تنه د 4 هنديانو په ګډون ووژل شول اودافغان اوهند دولتونو يي پړه پرپاکستان ور واچوله چي ددوي په خبره پدي بريد کي دحقاني شبکي لاس درلود څلورم بريد دي چي په افغانستان کي ميشت هنديان په موخه کوي.