سرچینه: باسټن ګلوب ورځپاڼه
د امریکا او غرب ډیرو ورځپاڼو په خپلو ورستیو ګڼو کې په کابل کې د جمعې د ورځي د بریدونو په اړه لیکني کړي دي.
باسټن گلوب ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې لیکي چې په دغو عملیاتو کی په کابل کی د ایټالیې د سفارت د استخباراتو د ریس مرستیال پیټر انتونیو کولازو ، شپږ تنه هندیان او یو شمېر افغانان ووژل سول.
ورځپاڼه لیکي چې دغه بریدونه طالبانو په داسی وخت کی وکړل چی د هلمند په ولایت کی یې پرله پسې ماتي خوړلي او د مارجې دولسوالۍ کنټرول یې له لاسه ورکړی اوڅه باندی لس تنه مشران نیول سوي دي.
بوسټن ګلول وړاندي لیکي چې به کابل کی د طالبانو د تازه حملو څخه داسي ښکاري چی دوی غواړي دا وښیي چې دوي اوس هم خطرناکه قوه ده او کولای سي د کابل په مرکز کی حملې وکړی.
د باسټن گلوب ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې جنگ روان وود طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدد اسوشییټډ پریس خبري اژانس ته په ټلفون کې وویل چی دا د طالبانو کار دی او موږ پنځه تنه ځان مرگي حمله کونکي هغو دوو ځایونو ته لېږلي دي چی بهرنیان پکې اوسیږي.
ورځپاڼه لیکي د اکټوبر د اتمې راهیسی چی یوه ځان مرگي د هند د سفارت څخه د باندید موټر بمب په چاودنه کې اوه لس تنه ووژل دا تر ټولومرگانی حمله وه. د کال ٢٠٠٨ د جولای په میاشت کی یوه ځان مرگي د هند د سفارت په خوله کې څه باندې شپېته تنه ووژل او د هند حکومت د هغی حملې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې واچوله.
ورځپاڼه لیکي که څه هم چی د جمعې د روځی د حملو څخه وروسته هند تر اوسه پوري دغه راز ادعا نه ده کړې خود دونه زیاتو هندوانو وژل کېدل خلکو ته داسی فکر پیدا کوی چی دغه وروستی حمله به هم د دواړورقیبو گاونډیانو ترمنځ، چی دواړه د افغانستان په چارو کی ډېرزیات لاس لری، له دښمنیو سره اړه ولری.