مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

لاسنجلس ټایمز: د هالنډیانو وتل به نور اروپایان بي زړه کړي

سرچینه: لاسنجلس ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

لاسنجلس ټایمز ورځپاڼي د مارچ میاشتې په خپله دوهمه ګڼه کې  د افغانستان له ارزګان ولایت څخه د هالنډي سرتیرو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده .

ورځپاڼه کاږي چې دهالنډ دحکومت نسکوریدل او له افغانستانه ددغه هیواد دپوځیانو شاتګ دامریکا دولسمشر باراک اوباما لپاره خبرداری ګڼل کیږي .


دامریکا لاس انجلس ټایمز راپور ورکړ هالینډ دناټو لومړنی غړی هیواد دی چې فیصله یې کړي ده له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي .


دغه ورځپاڼه لیکي له افغانستانه دخپلو کابو دوه زره پوځیانو دایستلو لپاره دهالینډ د حکومت فیصله دامریکا دولسمشر باراک اوباما لپاره ښه خبر نشي کیدلای .


په داسې حال کښې چې دامریکا ولسمشر دتیر میلادي کال په پاې کښې افغانستان ته دنورو ډیرو پوځیانو داستولو لپاره په اروپاي هیوادونو دباو زیات کړی وو له افغانستانه دهالینډ دپوځیانو دایستلو مسله دامریکادحکومت لپاره بله ماته ګڼل کیږي .


لاس انجلس ټایمز  ورځپاڼه زیاتوي دامریکا ولسمشر باراک اوباما باید هوښیار ووسي چې له ا فغانستان څخه به دهالینډي پوځیانو شاتګ دافغانستان په جنګ کې دنورو موجودو اروپاي هیوادونو لخوا دداډول مسلې دتکرار سبب کیدلای شي


نوي نظرسنجې ددې ښودنه کوي چې دهالنډ حکومت له نسکوریدا وروسته دناټو دغړیو هیوادونو اکثره خلک له افغانستانه دخپلو پوځي ځواکونو دشاتګ غوښتونکي دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery