مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Times of India: لشکرطیبه برید کړی نه طالبانو

سرچینه: انډین  ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

هغه ډله چې لشکر طیبه نومیږي او مرکزیت یې په پاکستان کې  ده د یو شمیر امنیتي ادارو له لوري په هغه برید تورنه بلل شوی چې د تیرې جمعې په ورځ په کابل کې د هندي وګړو په اقامت ځایونو تر سره شو.

غربي ورځباڼو دغه مسله په خپلو ننیو ګڼو کې په پراخه کچه خپره کړې ده .

په دغه برید کې چې کابل سټي سنټر ته نږدې تر سره شو د ۹ هندي وګړو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول چې د ایټالیا د جاسوسي ادارې یو عالي رتبه مقام هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وو.

که څه هم  افغان طالبانو د دغه برید پړا پر خپله غاړه اخیستي خو د افغانستان د استخباراتو ویاند سعیدي انصاري ویلي چې دوي داسي شواهد تر لاسه کړي چې په دغه برید کې د لشکر طیبه ډلي د دخالت ثبوت پرې کیږي .

سعید انصاري په خپله مرکه کې چې د اسوشیتت پرس او فرانس پرس آژانسونو له لوري خپره شوي ویلي چې دغه برید په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د هند په سفارت شویو بریدونو ته ورته وو او دغه برید د افغان طالبانو کار نه بلکه د پاکستاني لشکر طیبه بنسټ پالي  ډلي کار وو چې د پاکستان له اردو سره نږدې ارتباط لري.

انصاري ویلي چې د یوه برید کونکي غږ اوریدل شوی چې په اردو ژبې یې خبري کولې او دا په برید کې د پاکستانیو عناصرو د شتون ښکاره ثبوت دی .

انصاري ویلي چې څلور برید کونکو چې په په کلاشینکوفونو او انتحاري واسکټونو سمبال ول ځانونه په زنانه چادریو کې پټ کړې ول او سیمې ته یې لومړی خپل له بمونو ډک موټر ورساوه چې یو یې موټر والوزاوه او نورو یې په ودانۍ تعقیبي حمله  وکړه .

انصاري په دغه برید کې د طالبانو لاس درلودل رد کړل او زیاته یې کړه چې طالبان دومره وړتیا نلري چې دغه ډول غټ غټ بریدونه پلان او تر سره کړي او برید کونکي دومره ماهره ول چې حتی په دغه میلمستون کې یې د هندي وګړو نومونه هم زده کړي ول.

نوموړي همدا راز تور ولګاوه چې طالبان حتی له دغه برید پینځه ساعته وروسته هم د برید په اړه خبر نه ول.

خبري آژانسونه کاږي چې نوې ډهلي تر اوسه په رسمي ډول په دغه برید کې د لشکر طیبه نوم ندی اخیستی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery