مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-02   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فایننشل ټایمز: نوې مارجه

سرچیننه: فایننشل ټایمز ورځپانه

ژباړه : بریالی

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان د هلمند د مارجې ولسوالۍ د عملیاتو وروسته او د امریکايی جنرالانو پر وینا د نوې مارجې انځور په اړه یوه مقاله خپرې کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې د دغې ولسوالۍ زرغونې ځمکي او کروندې چې  د افغانستان د نشه یي موادو کر په کې کېده، له زیاتو ستونزو وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو په واک کې شوی دی. د مارجې په جګړو کې له سلو زیات وسله وال او شپږ ایتلافي عسکر هم ووژل شول.

خو له دې ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان  شین، سور غو  تور بیرغ د مارجې په آسمان پورته شو.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سټینلي مکریستال دا خبره هم راخیستي چې وايي، دا لا نه ده څرګنده، چې له مارجې څخه طالب وسله وال وتلي او که وسلې یي پر ځمکه ایښي او جګړې یي پریښي دي.

فایننشل ټایمز وړاندې لیکي: اصلي پوښتنه دلته ده، چې د مارجې اوسیدونکي تر کومه حده په نوي ولسوال حاجي ظاهر او نورو چارواکو اعتماد کوي.

د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوي تر څنګ به دریږي او د ستونزو په حل کې به په خپل ټول وس او توان زیار باسي. خو دا چې حکومت په اداري فساد کې ښکیل دی، د اعتماد کار به له ستونزوخالي هم نه وي. د ورځپاڼې په باور، ځایي خلک له هر څه زیات په پولیسو کې د فساد په اړه اندیښمن دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery