مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-04   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

AOL: افغان ملایان د زوکړو دکنترول توسعه کوي

افغان ملایان د زوکړو دکنترول توسعه کوي

سرچینه: اې او ال نیوز


چمتو کونکې: کاتي دروموند



ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی- کابل


 AOLورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې په افغانستان کې د مخ پرزیاتدونکو تولداتو په اړه د خپلې خبریالې په قلم یوه جوړه شوي مقاله خپره کړې ده .


ورځپاڼه په دغه مقاله کې د افغان ملایانو هغه ستراتیژي را اخلي چې غواړي په مټ یې د روغتیا او اقتصاد په برخه کې هغه ستونزي له مینځه یوسي چې د بارورۍ  او امیدوارو میندو د شمیر له زیاتوالي رامنځ ته شوې دي.


ورځپاڼه کاږي چې ملاامامانو اوس د کورنیو په مینځ کې د  ماشومانو له زوکړې څخه د مخ نیوي لپاره د کانډم ( پوکاڼۍ) او موثرو ګولیو استفاده منظوره کړي ده .
تر دې دمخه ډیرو ملایانو کانډم او د ماشومانو د زوکړې  د مخنیوي لپاره د میندو له خوا د خاصو ګولیو استعمال حرام او د بشریت ضد عمل باله .


AOL ورځپانه کاږي چې د ملا امامانو دغه نوې فیصله ښایې د هغوافغان ښځو په ژوند کې لوی بدلون راولي چې د طالبانو تر ولکې  لاندي سیمو کې اوسیږي او تر دې دمخه د ماشومانو د تولد څخه د مخنیوي حق ترېنه اخیستل شوی وو.


ورځپاڼه لیکي چې اوس هر څه بدل شوي دي، او اوس به د افغانو جوړو همبستري ډیره شي خو د پخوا په څير به د ماشومانو شمیر په دغه فقیر هیواد کې چې له ډول ډول اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی نه ډیریږي.


AOL ورځپاڼه وړاندي لیکي چې اوس په متوسط ډول هره کورنۍ په افغانستان کې شپاږ ماشومان زیږوي په داسي حال کې چې د لازمو دارو درملو او صحي خدمتونو قلط دغه هیواد په خپله غیږه کې نغښتی دی.
د ماشومانو د زیږون څخه د مخنیوي او کنټرول  روان وضیعت ته د روغتیا نړیوال سازمان د افغان صحي سیمیزو ادارو په همکارۍ سرعت ورکړی دی.


ورځپاڼه کاږي چې د دغه پروګرام څیړونکو د دریو سیمو په ۳۷۰۰۰ کورنیو تحقیق تر سره کړی چې د ۳۷ ملاامامانو له خوا ورته د جمعې د هر لمانځه وروسته د خوندي جنسي اړیکو په اړه توصیه کیږي او دا هم ورته ویل  کیږي چې څرنګه یوه جوړه کولای شي د اولاد له تولد څخه مخنیوی وکړي.


AOL ورځپاڼه د یو شمیر افغان ملایانو هغه وینا را اخلي چې له قران څخه په حواله لیکي، په قران کې د زیږون تر منځ د وقفو په اړه ویل شوي دي دا ځکه چې یوه مور په دغه وقفه کې له روغتیایې پلوه هغه ستونزي لري کړي چې دا ورسره په مخکني زیږون کې مخامخ شوي ده.


ورځپاڼه وړاندي لیکي چې د ملا یانو په مټ د دغه پروګرام پر مخ بیول سمدستي دیر موثر بریښي.


ورځپاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان د ارقامو پر استناد وایې چې یوازي لس  سلنه افغانې ښځي د ماشومانو د زیږون د کنترول لپاره له دارو درملو کار اخلي او په هغو سیمو کې دغه فیصدي ۲۷ سلنه ته پورته شوي چې ملا امامانو ورته تبلیغ شروع کړی دی.


د روغتیا د چارو کارپوهان وایې چې د ما شومانو له ډیر زیږون څخه به مخ نیوی په افغانستان کې د ولادتونو پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې له هغې درجې څخه دغه هیواد نور هم را ټیټ کړې چې تر سرالیون هیواد را ښکته اوس په دوهم مقام کې  ځای لري.


د روغتیا نړیوال سازمان وایې چې دمګړۍ له هرو سل زرو میندو څخه  یو زر او اته سوه هغه یې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دغه ارقام ډیر ټکان ورکونکي دي.


په داسي حال کې  چې په امریکا کې په هرو سلو زرو میندو کې یوازي ۱۵ میندې د ولادت پر  مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.


د روغتیا د څانګي متخصص ډاکټر دوګلاس هوبر ورځپاڼي ته ویلي چې د ماشومانو د زیږون د ریټ را ټیټول په افغانستان کې د ولادت پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې را ټیټولو یوازنۍ ساده، چټکه او ارزانه لاره ده .


که څه هم په اسلام کې د ماشومانو د زیږون د کنټرول یادونه شوې خو د روغتیا نړیوال سازمان اوس هڅه کوي چې که چیرته دغه ستراتیژي چې پکې له ملایانو کار اخلي کامیابه ثابته شي نو سوکه سوکه به داسي صحي قوانین په افغانستان کې د روغتیا په قانون ور اضافه کړي چې میندو ته حق ورکوي تر څو د کوچنیانو له زیږون څخه په خپله خوښه انکار وکړي.

AOL ورځپاڼه د مقالې په دوام لیکي چې افغان ملایان په افغاني ټولنه کې نړیوال اکثریت لري او د هغوي خبري ډیري د منلو وړ دي لیکن له ملا امامانو سره هم باید په احتیاط چلند وشي .

Transleted by Mirwais Jalalzai

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery