سرچینه د فرانسې خبري آژآنس
کوچی للمه وال - لندن
انلاین چاري: جلالزی
له نوي ډیلي څخه دفرانسې خبري اژانس د راپور پراساس هندوستان او پاکستان چې دجنوبي اسیا دوه سیال هیوادونه دي په افغانستان کې دنفوذ لپاره په نوي هڅې بوخت دي او د حالاتو څارونکي وايې دغه کار په افغانستان کې دهندپه ګټو دحملو دزیاتیدا سبب دی .
په کابل کښې په تیرې اونۍ کښې په یوې ځان وژونکي حملې کې دهندوستان دحکومتي مسولینو په شمول نهه تنه هندیان ووژل شول .
دغه بریدونه د هندوانو په اقامت ځایونو تر سره شول .
په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ميلادي کالونو کې هم په افغانستان کې دهند په سفارت دوې حملې شوي وې .
په لندن کې دیره دستراتژیکو مطالعاتو دنړیوال انسټي ټیوټ دجنوبي اسیا دچارو کارپوه راهول رای چوهدري فرانسې خبري اژانس ته په ټیلي فون باندې وویل په افغانستان کې دهندوستان په هدفونو دحملو مقصد دادی چې هندوستان مجبوره کړی شي چې له افغانستان څخه خپل کسان وباسي .
هغه وویل هندوستان او پاکستان هڅه کوي چې دیو بل نفوذ په افغانستان کښې کم کړي ځکه چې دوې متقابلې ګټې لري .
هندوستان له افغانستان څخه شل کاله لیرې پاتې کیدا او دطالبانو ډلې د حکومت په نسکوریدا پسې په چټکې سره دافغانستان له نوي حکومت سره ډيپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې .
هندوستان له افغانستان سره مالي مرستې پیل کړي او تراوسه یې افغانستان ته یو اعشاریه درې میلیارډه مرسته ورکړي ده چې ترټولو ستر سیمه ایز مرسته کونکی هیواد دی .
په افغانستان کښې کابو څلور زره هندوستانیان دسړکونو، دبریښنا دتارونو او داوبو په پروژو بوخت دي .
دغه راز دافغانستان دپارلمان نوي ودانۍ هم هندوستان جوړوي .
په امریکا کې دیره دیونایټډ انسټي ټيوټ اف پیس یوه مسول جی السکانډر تایر وویل پاکستان په افغانستان کښې دهندوستان دنفوذ په هکله اندیښنه لري او واي دغه کار یو ډول دپاکستان کلابند کول چې هدف یې دپاکستان کمزوري کول یا ټوټې ټوټې کول دي .