مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-09   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ډیلي ټلګراف: مارجه والو ته د کرزي اعتراف

ډیلي ټلګراف: مارجه والو ته د کرزي اعتراف


سرچینه: ډیلي ټلګراف ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د ټیلي ټلګراف ورځپاني د افغانستان د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه یوه لیکنه کړي او د  نوموړي د وینا پر هغه جمله یې تمرکز کړی چې ویلي یې وو افغان حکومت په مارجه کې په ناکامۍ اعتراف کوي خو هڅه به یې دا وي چې د دغې سیمې خلکو ته د ژوندانه ډاډمن حالت رامنځ ته کړي.

کرزي وویل: مونږ په مارجه کې په پاتې راتګ اعتراف کوو خو دا وایو چې پرمختګونه به هرو مرو رامنځ ته کیږي.

ورځپاڼه لیکي، کرزی چې د بریټانیې د صدراعظم ګورډن براون تر څنګ د مارجې په یوه جومات کې ولاړ وو او د مشرانو او ځايي خلکو یوې دری سوه کسیزې ډلي ته یې وینا کوله په داسي حال کې  په ناکامۍ اعتراف وکړ چې نوموړی د یو شمیر ګډون والو تر تندو او تیزو خبرو لاندي راغی.

کرزي خلکو ته وویل چې ده ته سپینې خبري وکړي او دا یې ومنله چې د مارجې له خلکو سره بد چلند شوی او ډیر ځورول شوي دي.

ورځپاڼه کاږي مارجه چې یو مهال د طالبانو د قوماندې مهم مرکز وو اوس د بهرنیو او افغان ځواکونو له لوري ساتل کیږي خو دا ستونزمنه وي چې څپ څپانده افغان واکمني مارجې ته په ډیره لږه موده کې ورسیږي.


ډیلي ټلګراف د د مارجې د خلکو حالات ډیر کړکیچن بولي او د سیمې د خلکو هغه وینا را اخلي چې له ولسشمر کرزي څخه یې مطرح کړي ده .

خلکو ویل چې دوي ته سرکونه، اقتصادي پروژې، اوبه او بریښنا باید برابره شي او دوي به هغه وخت خپل ماشومان ښونځيو ته ولیږي چې امنیت ډاډمن شي او ښونځي ورغول شي.

ورځپاڼه د مطلب په پاې کې د مارجې ولسوالۍ ته د نوي ولسوال ټاکل کیدو ته اشاره کوي چې د ورځپاڼي په باور په جرمني کې جرمې دوسیه لري او څلور کاله یې هم د خپل تره د زوی د وژلو په تور په بند کې تیر کړي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery