دخپریدو نیټه : 2010-03-16 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار ښاروال خبريالانو ته خپل کاري رپوټ وړاندي کړ
احمد لودين
کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي په کندهار پريس کلب کي خبريالانو ته د ښاروالي د ١٣٨٨ کال کاري رپوټ وړاندي کړ او پر هغه څه يي رڼا واچول کوم چي کندهار ښاروالي په تير کال تر سره کړي او په مخ کي يي پرتي ستونزي کومي دي ؟
کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د پيل په خبرو کي د کندهار ښار دبيارغوني پر برخه خبري وکړي هغه زياته کړه چي د تير کال په اوږدو کي ٢٥ کيلومتره سړکان پاخه او قير سوي دي چي د رغوني کار يي کندهار ښاروالي ، هبيتات موسسي ، سيډا او نورو مرستدويي موسسو تر سره کړي ، له کندهار ښاره يي په زرګونه موټرونه کثافات بهر کړي اوښار يي پاک کړي دي ، په ښار کي يي په زياته کچه پلونه او پلچکان جوړ او سميټ کړي دي چي اوس يي هم کار په بيره روان دي .
حميدي وويل يو لوي کار چي يي کړي دي هغه د لوي ويالي د هغو کورنو دپاره يي د قبالو ورکولو لړي پيل کړي ده کوم چي دولتي ځمکي قبضه سوي وي دده په خبره د اولس مشر د حکم سره يي سم دنوموړو کورنو له مالکانو څخه د هر متر مربع ځمکي په مقابل کي ٣٥ افغاني اخستي دي او دکندهار ښار په نامه يي يوه مياشتني خپرونه پيل کړي ده چي کندهار ښاريانو ته د کندهار ښـاروالي کاري رپوټونه وړاندي کوي .
حميدي خبريالانو ته په خپلو خبرو کي وويل چي په کندهار ښار کي دبيارغوني په برخه کي لوي کار دعينو په نامه د يوه ښارګوټي جوړول دي چي نوموړي ځمکه د ملي دفاع وزارت ملکيت وه خو په دي وتوانيدي چي ياد ملکيت کندهار ښاروالي ته ورکړي چي دا د کندهار ښاروالي دپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده .
کندهار ښاروال په خپلو خبرو کي د ښـاروالي عوايدو ته هم اشاره وکړه او زياته يي کړه چي د کندهار ښاروالي عوايدو په تير کال کي ١٠١ ميليونه افغاني وه خو په ١٣٨٨ کال کي دا عوايد ٢٢٠ ميليونه افغاني سوه چي دډيريدو لويه برخه يي د عينو ميني هغه پيسي جوړوي چي دوه ميليونه ډالره يي ور څخه اخستي دي دده په خبره چي دوي دا عوايدو د کندهار ښاروالي د ٣٥ ميليونه افغاني څخه را لوړي کړي دي .
د ښاروال په خبره چي ددوي دنوي پلان له مخي به په ١٣٨٩ کال کي ددوي عوايد ٦٣٠ ميليونه افغاني سي .
ښاروال وويل چي په ١٣٨٨ کال کي يي د عامي روغتيا او اطلاعاتو او کلتور درياستونو سره نقدي مرستي هم کړي دي .
حميدي پر ځينو مرستندويه موسسو هم نيوکه وکړه چي د کندهار ښاروالي سره يي د ډيرو مرستو ژمنه کړي وه خو پر ځاي يي نه کړه .
کندهار ښاروال د ښار او کور جوړولو رياست هم تر سختو نيوکو لاندي راوستي او ويي چي ددوي سره د ښار په برخه کي هيڅ همکاري نه ده کړي او نه يي هم خپله کوم کار کړي دي . دده په خبره د عمري جامع د جوړولو دپاره يي هم کافي پيسي تر لاسه کړي دي او د جوړيدو کار به يي په نوي کال کي پيل کړي .
ده په خپلو خبرو کي دځينو ملي سودا ګرو يادونه هم وکړه چي د کندهار ښاروالي سره يي ژمنه کړي ده چي د کندهار ښار مشهوري څلور لاري به په خپلو پيسو جوړوي چي ځينو يي خپل کارونه هم پيل کړي دي . د ښاروال په خبره اوس مهال په کندهار ښار کي ډيري دولتي ځمکي د زورواکو له لوري قبضه سوي دي چي ځيني اخستلو ته يي ډيره اړتيا ده او دوي دا کار هم پيل کړي دي .
دد په خبره تر دي مهاله يي په کندهار ښار کي ٢٥ کيلو متره پلي لاري جوړي کړي او رغولي دي چي اوس يي هم کار په بيړه روان دي او کندهار ښاروالي ١٠٠٠٠ تنو ته په موسسو کي دکار کولو زمينه برابره کړي ده چي د ورځي په اوږدو کي ٣٠٠ افغاني ورکوي . .
حميدي وويل دوي په نوي کال کي پلان لري چي په کندهار ښار کي شته پارکونه له سره ورغوي او بيايي د ښاريانو دپاره فعاله کړي چي تر ټولو مخکي د غازي پارک د جوړولو پلان لري .او ددي تر څنګ به په ښوراندام سيمه کي د ميوي نوي مارکيټ هم جوړ کړي .
وروسته يي په خپل مخکي له پرتو ستونزو څخه هم يادونه وکړه
ده وويل چي کندهار ښاروالي ته پيسي په لاس ورځي خو د پر ځاي مصرفولو دپاره يي هيڅ ډول امکانات نه لري ځکه په کندهار ښاروالي کي مسلکي کارکوونکي نه لري او دا مهال ٤٧ تنو چي کاري تجربه ولري دوي په اداري کارونو کي اړتيا لري .ده دوولسم ټولګيو له فارغينو څخه غوښتنه وکړه چي ددوي سره کار وکړي .