مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-16   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

The Age: بلک واټر یو ملیارد ډالري قرارداد له لاسه ورکړ

 

سرچینه: ده ایج ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

ده ایج ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکايي خصوصي امنیتي کمپنۍ د هغه له لاسه تللي قرار داد په اړه یوه مقاله خپره کړي چې وایې په افغانستان کې یې د پولیسو د روزلو لپاره تر لاسه کړی وو.

ورځپاڼه لیکي، چې د بلک واټر کمپنۍ هغه قرار داد چې غوښتل یې د یو ملیارد امریکايی ډالرو په بدل کې افغان پولیس وروزي د امریکا د فدرال ادارې د مفتیشینو له لوري فسخ اعلام شوی دی.

د ورځپاڼي په لیکنه چې د امریکا د حکومت د حسابدارۍ د ادارې په امر دغه قرار داد لغوه شوی او تر اوسه نده معلومه چې دغه قرار داد به کومي بلي کمپنۍ ته ورکول کیږي.

ویل کیږي چې د بلک واټر کمپنۍ په افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې په ډیرو مواردو کې سرغړوني کړي او له همدې امله یې اوس نوم د امریکا د قراردادیانو په اوږده نوم لړ کې بد ځای لري.

ورځپانه لیکي چې د ډاین کورپس امریکايۍ کمپنۍ هم د دغه قرار داد د تر لاسه کولو لپاره زیار باسي او چارواکي یې وايي چې که چیرته د امریکا له قانوني مراجعو څخه د ډاین کورپس کمپنۍ له لوري د دغه روزنیز پروګرام د مدیریت طرحه پاس شي دوي به ژر تر ژره دغه قرار داد تر لاسه کړي او کار به عملاً پیل کړي.

اوس د امریکا د دفاع وزارت غواړي چې د افغان پولیسو د روزلو د دغه پروګرام سره په افغانستان کې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې یوه برخه هم زمیمه کړي چې د قرار داد ګټونکی شرکت به یې پر مخ بیایې.

Xe Services چې د بلک واټر کمپنۍ نوی نوم دی په دې و نه توانید چې له پینځو نورو امریکايي کمپنیو څخه دغه تر لاسه شوي قرار داد ته اعتبار ورکړي او د هغه چارې پر مخ بوزي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ډاین کورپس اوس د هغوي دې شرط ته غاړه ایښي چې په افغانستان کې به د دغو یو ملیاردو ډالرو په بدل کې په ځينو برخو کې د مخدره توکو د له مینځه وړلو چاري هم پر مخ بیایې.

له  بلک واټر څخه دغه قرار داد وروسته تر هغه بیرته واخیستل شو چې د امریکا د مشرانو په جرګه کې د وسله والو ځواکونو د کميټې ریس دیموکرات کارل لیفن د دغه شرکت د اعمالو په اړه شکایت وکړ او پر هغه یې نیوکي وکړي.

نوموړي د بلک واټر شرکت مدیران هم په افغانستان کې د امریکا قوماندانانو ته د دروغو په ویلو تورن کړل.

د DynCorp کمپنۍ ریس بیل بلهوس د امریکا د ثنا مجلس د دغه شکایت ملاتړ کړی او هغه یې پر ځای شکایت بللی دی.

د ورځپاڼي په باور چې د ډاین کورپس کمپنۍ به اوس د افغان پولیسو د روزلو دغه یو ملیارد ډالري قرار داد په لاس کې ولري او ریس یې ژمنه کړي چې په افغانستان کې به د امریکا د دفاع وزارت د قوماندانانو اوامرو ته غاړه ږدي او د افغانانو د کلتور او فرهنګ مطابق به خپلي چاري پر مخ بیاېې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery