افغانستان ته د امریکايي کارپوهانو استول د بیروکراسۍ له وجې ځنډیږي
سرچينه : آوا پرس
ایډیټ: میرویس جلالزی
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان لپاره د زیات شمېر ملکي کارپوهانو د استولو چارې د بیروکراسۍ له وجې ځنډیږي او ممکن په ټاکلي وخت کې ټاکلي حد ته ونه رسیږي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان لپاره په خپلې ستراتیژۍ کې د عسکرو په زیاتولو سربېره، د بیا رغوونې او د افغانانو په اقتصادي ژوند کې د بدلون په مقصد د ملکي کارپوهانو د شمېر د زیاتولو ژمنه هم کړې ده. خو د کارپوهانو په مخکې خنډونه پراته دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان لپاره د زیات شمېر ملکي کارپوهانو د استولو چارې د بیروکراسۍ له وجې ځنډیږي او ممکن په ټاکلي وخت کې ټاکلي حد ته ونه رسیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات راپور چې په دې ورستیو کې خپور شو وایي، په افغانستان کې د امریکایي ډپلوماټانو زیات وخت د جګړو له سېمو څخه د امریکایي چارواکو د کتنو او مشایعت په کار کې مصرفیږي.
ډپلوماټان دغه راز باید د زیات شمېر نویو کارپوهانو لپاره د ځای، خوړو او ترانسپورت امکانات هم برابر کړي. بله دا چې په افغانستان کې امریکایي ډپلوماټان منظم خوب نه لري او دا ځکه چې د ملی امنیت شوری مشران او د واشنګټن نور چارواکي یې د معلوماتو د تر لاسه کولو او کنفرانسونو په مقصد د افغنستان په وخت نیمه شپه او یا د سهار په څلورو بجو له خوبه را پورته کوي. د واشنګټن خلک د افغانستان د وخت تفاوت هم په پام کې نه نیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت عمومي څارونکی وایي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکنبري او د ده ټیم په لومړیو شپږو میاشتو کې په زړه پوري پرمختګ وکړ او د جمهور رییس اوباما د پروګرام په اساس چې کوم ملکی کسان کابل ته استول شوي وو، هغوي یې په منظم او سم ډول سمبال او ځای پر ځای کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وایي، د روان عیسوي کال په لومړیو کې په افغانستان کې د ملکي کارپوهانو شمېر له ۳۲۰ څخه ۹۰۰ کسانو ته پورته شو او په دوی کې د کرنې ماهران، وکیلان، انجینیران او نور شامل دي. دوی زیار باسي افغانان وهڅوي او قانع یې کړي، چې افغان حکومت له طالبانو څخه ښه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا راپور په ۱۴۶ مخونو کې چاپ شوی او وایي، په کابل کې د امریکا د سفارت د غړیو د قوي مشرتابه، نیکو ارادو او سختو هلو ځلو سره سره، سفارت په افغانستان کې د امریکا د حکومت د بري ضرب الاجل ته د رسېدو په لار کې مشکلات لري.
د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې راغلي، د تېر اکتوبر تر میاشتي پورې افغانستان ته شاوخوا سل ډلې، چې له ۷۰۰ څخه زیات کسان په کې وو، تللي او دغه راز د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو هم باید د ۲۰۰۹ کال تر پایه افغانستان ته سفرونه کړي وای.
په راپور کې ویل شوي، په دې کسانو کې د امریکا د فدرالي او مرکزي حکومتونو چارواکي هم شامل دي او په حقیقت کې د جګړې د سیمو چکر یې وهلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې وایي، افغانستان ته د کانګرس د غړیو او نورو جګ پوړو کسانو د سفرونو له برکته د افغانستان له ماموریت سره ملاتړ زیاتیږي، خو په دې سفرونو زیاتي پیسې هم مصرفیږي .
غوره به داوي چې د دې لګښتونو پیسې په افغانستان کې د وسله والو ضد جګړې او د بیا رغونې په کارونو ولګول شي. راپور وايي، په افغانستان کې د ملکي کارپوهانو د کار یا خدمت موده د یوه کال لپاره ده او په دې کې هر کارپوه دوې میاشتي رخصتی هم لري. دا وخت لنډ دی او د دوی له مهارتونو څه لازمه ګټه نه اخستل کیږي.