مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لندن کې د پنځوس میلیونه لنډو کیسو مخکتنه وشوه

رحیمي


د روانې میا شت مارچ په ۱۷نیټه  په لندن کې بوک مارک کتا ب پلورنځی د وکیل شینواری د انګریزی  ژباړل شوې کیسه ایزې ټولګې ((پنځوس میلونه ))په منا سبت د افغان او انګریز لیکوالو او د کیسو مینه والو یوه غوڼډه ددِغه پلور نځی په تالار کی را بللی وه
غوڼډه چې کوربه او چلونکې ېې د بوک مارک مدیره صحرا وه د ما ښام په اوو بجو ددې ټولګې د پنځونکی وکیل سوله مل شینواری په لنډو خبرو پیل شوه
نوموړی له ګډونوالو او د غونډ ې له کوربه بوک ما رک نه په مننې وویل چې دا کیسې که ښې دی که بدې خو اهمیت یې دا دئ چې له افغا نستا ن او پا کستا ن له پولووتلی لو مړنی فیکشن او لنډې کیسې دی چی انګریزی ته ژباړل شوی او خپرې شوی دی. بل اهمیت ېې دا دۍ چې له کلتوری ټو پیرونو نیولې د کورنۍ جګړې او جنګسا لار انو خورا په زړه پورې تصویرونه  او روا یتونه ېې را خیستی دي چې  نه یوازې بهر میشتو افغا نا نو بلکې غربی لو ستونکو ته به ېې هم لو ستل په زړه پورې وی

د سوله مل شینواری له لنډوخبرو وروسته صحرا د پنځوس میلونه نه دوه غوره شوې کیسې :
بیریدلې نا نځکه او تړلې غوټه  ولو ستولې چې د غونډې د برخه والو له پاره په زړه پورې وې
له صحرا له کیسه لو ستلو وروسته  افغا ن نا متو ژب پوه او وتلی استا ذ داکتر مجاور احمد زیار د سوله مل په لنډو کیسو په انګریزی ژبه لنډه تبصره وکړه ، نوموړی کیسې په زړه پورې وبللې او ویې ویل چې شینواری لو مړنی افغا ن لیکوال دی چې دداسې څه د تصویرولو او روایت هڅه ېې کړې چې نور ېې په ویلو شر میږی او ویریږی
د پو ها ند زیارله لنډو څرکندونو او وینا وروسته په کیسو او افغا نستا ن ازاد بحث وشو چې د پنځوس میلونه د لیکوال شینواری او د غونډې د سمبا لونکې میر من صحرا له لورې ځوابونه ور کړل شول
د پو ښتنو له منځه یوه پو ښتنه دا هم وه چې ایا دا کیسه په نړیوال  بازار ومومی او د مارکیټ بازار به ېې څنګه وی ؟ صحرا ځواب ورکړ : له بده مرغه په ټوله کې په انګلستا ن کې د لنډو کیسو با زار د فکشن د نورو ډولونو لکه اوږ دو نا ولونو په څیر تود نه او خورا سوړ دې خو د سوله مل کیسې چې ما او نورو زما ملګرو لوستلی دی موږ ته په زړه پورې وې او زه باور لرم که ښه تبلیغ يي وشی بازار ته به هرومرو لار ومومی همدا او س مو ږ په لسو ور ځو کې ددی کتا ب ۲۰ ټوکه پلورلی دی چی دا د لنډو کیسو لپاره بد رقم نه دی ، موږ دداسې کتا بونو تبلیغ کوو چې ننۍ غونډه یی بیلګه ده . زموږ خپر نیز ارګان سوشل ریویو څه موده دمخه په دې کتا ب خپله تبصره هم لیکلې وه او کتا ب ېې د غربې لو ستونکو لپاره خورا خوندور او ګټور بللی و
غو نډه د وکیل شینواری په اختتا میه لنډې وینا د مښام په نهو بجو پا یته ورسیده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery