مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Channel 4 News: ایران طالبانو ته وسلې ورکوي

Channel 4 News: ایران طالبانو ته وسلې ورکوي

 

سرچینه: د بریټانیا څلورم خبري چینل

ژباړ او ترتیب: میرویس جلالزی

د بریټاني څلورم خبري چینل خبر ورکړی چې دوي دا مسله کشف کړي چې ایران هغو طالبانو ته وسلې، ماینونه او د هاوان مرمۍ ورکوی چې د افغانستان په جنوب کې له بریټانوي او امریکايي سرتیرو سره سره جنګیږي او دغه وسلې د افغانستان اوایران له ګډو پولو طالبانو ته استول کیږي.

دغې شبکې هغه خاص انځورونه خپاره کړي چې پکې ایرانی ماینونه اوچاودیدونکي توکې تر سترګو کیږي هغه مواد چې په خاصه توګه طالبان په هلمند کې د بریټانوی سرتیرو پر ضد په چاودنو کې کاروي.

دغه خبري شبکه هغو ملیونو ډالرو ته اشاره کوی چې نړیوالي تولني د افغانستان د پولو د خوندي توب لپاره په تیرو څو کلونو کې لګولي خو دغه تصویرونه ښيې چې له دغو غربي پولو په څومره آسانۍ سره وسلې او مهمات طالبانو ته رسیږي چې وروسته یې بیا طالبان د بریټانوي او نورو خارجی او کورنیو سرتیرو پر ضد کاروي.

افغان چارواکي دعوه کوي او ثبوتونه وړاندي کوی چې ایران د افغان دولت له مخالفینو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.

چینل فور لیکي چې افغانستان له ایران سره تقریباً زر کیلومتره اوږده پوله لري چې کنټرول یې افغان پولیسو ته ډیر ستونزمن کار دی .

د افغانستان د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزي راکړې ورکړي عمده مرکز ګنل کیږي چې له دغه بندر څخه دواړو غاړو ته د انسانانو قاچاق هم صورت مومي.

دغه خبري شبکه وړاندي لیکي چې دمګړۍ د دغه سرحد لس کیلومتره اوږده تړانګه د قاچاق لپاره ډیره مساعده ده او له دغه لس کیلرومتره پایپ لین څخه په ګټي اخیستو سره ایران طالبان حمایه کوي.

چینل فور د وسلو او مهماتو یوه غټه محموله ښيې چې پکې هاوانونه، پلاستیکي انفجاري مواد، لاسي بمونه، د تلیفون کارتونه او د طالبانو تبلیغاتي کتابونه لیدل کیږي.

په دغه محموله کې په ماینونو باندي په فارسي ژبه لیکل شوي سریال نمبرونه هم تر سترګو کیږي چې افغان چارواکي ادعا کوي چې په ایران کې جوړ شوي او طالبانو ته په واک کې ورکړل شوي دي.

Channel 4 News خبري شبکه  په خپل دغه تلویزیوني راپور کې په هرات کې د افغانستان د سرحدي پولیسو قوماندان رحمت الله صافی ښیې چې افغان ژورنالیستان د هغو وسلو او مهماتو په اړه رپوټ جوړولو ته ور بولي چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې یې نیولي دي.

نوموړی وایې په دغه محموله کې مونږ ډیر ماینونه نیولي دي.

ټولو بهرنیو ناظرینو دا ولیدل، تاسو په خپله دا ماینونه وګوري چې کوم هیواد جوړ کړي دي، نوموړی د ماینونو او وسلو تر شا لیکل شوي فارسي نوشتو ته اشاره کوي او یو ماین د نمونې په توګه را پورته کوي او نړیوالو ته یۍ ور ښېې چې دا چا جوړ کړي دي.

افغان او بهرني چارواکي وایې چې په تیر هجري لمریز کال کې یې لس اعشاره پینځه ټنه ماینونه او نور چاودیدونکي توکې د هرات او ایران له پولو نیولي چې شپیته سلنه یې په مستقیمه توګه د ایران د حکومت له لوري طالبانو ته استول شوي وو.
خو چینل فور تلویزیوني شبکه په خپل دغه راپور کې کاږي چې یوازي افغان چارواکي ندي چې له طالبانو سره د ایران د همکارۍ ثبوتونه وړاندي کوي بلکه د ایساف قوماندانان هم اوس یقیني دي چې ایران له افغان طالبانو سره د افغانستان د بي ثباته کولو په برخه کې مرسته کوي.

Channel 4 News شبکه له طالبان څخه په حواله کاږي چې به افغان جګړه کې له طالبانو سره ایران ډیره مرسته کوي او د ا ایران دی چې د ناټو ځواکونو پر ضد مبارزه کې له طالبانو سره تسلیحاتي او مالي همکاري کوي.

Transleted By Mirwais Jalalzai


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery